د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي کوریا یو آستاځی افغانستان ته روان دی چی ٢٢ تنه یرغمل وژغوري


د جنوبي کوریا یو لوړ رتبه آستاځی افغانستان ته ددې لپاره روان شوی دی چی هغه ٢٢کورېاېان وژغوري چی یاغي طالبانو یرغمل نیولي دي.

د امنیتي چارو د پاره د جنوبي کوریا د جمهوري ریاست عمومي منشی ‏(‎ بایک یانگ چون‏)‎ نن د سیول نه حرکت وکړ.

مخکي د جنوبي کوریا جمهوررئیس ‏(‎ نو مو هیون‏)‎ د یوه یرغمل وژل وغندل او د یاغي طالبانو نه یې وغوښتل چی پاته یرغمل دي سمدستي خوشي کړی.

په افغانستان کی یوسړى چې ځان د طالبانو نطاق بولي په تلیفون کی لویدیځو خبري آژانسونو ته وویل چی د نیول شوو کسانو د خلاصیدو په باب لا د خبرو امکانات شته دى.

هغه دا خبره هم تایید کړه چی ٢٢ تنه کوریایان لا ژوندي دي. وژل شوئ یرغمل د مرستو رسولو د چارو ۴٢ کلن عیسوی پادري ‏ بای هیونگ کو بلل شوی او د توپک په مرمیوو سورى سورى مړی یې پرون د غزني په ولایت کی پیدا شوی دی.

په داسې حال کې چې طالبانو ویلې دوی به ٢٣ یرغمل شوي کوریایان د خپلو بندیانو په مقابل کې تبادله کړي، د جنوبي کوریا چارواکي وای دوی له افغانستان څخه د کال تر پاي پوري د پوځونو د بېرته ایستلو له پاره تیاری شورو کړی.

طالبانو اخطار ورکړی و که چیري جنوبي کوریا خپل عسکر له افغانستان څخه و نه باسي، دوی به یرغمل شوي کوریایان د شنبې تر ورځي پوري و وژني.

خو بیا یې وروسته د اختار وخت د یک شنبې ماښام تر اوه بجو پورې و غزاوه. د جنوبي کوریا د باندنیو چارو وزیر چو هی یونگ و ویل د دوی حکومت د خپلو یرغمل شوو وگړو د خوشي کولو لپاره له طالبانو سره په تماس کي دي.

هغه وویل هیله کوي چې وضعه به زر روښانه شي. د دې لپاره حکومت پوره کوښښ کوي چې یرغمل شوي کسان خپل هیواد ته خوندي را ستانه شي.

د یک شنبې په ورځ د جنوبي کوریا د دفاع وزارت یوه جگپوړي چارواکي دا هم و ویل چې دوی خپلې هڅې گړندۍ کړی چي خپل عسکر له افغانستان څخه بېرته هیواد ته را ولي، او دا کار کېدای شي له پنځو تر ښپږو میاشتو پورې وخت واخلي‏.

د دفاع وزارت دا خبره تائید کړه خو زیاته یې کړه چې جنگ ځپلي افغانستان څخه د پوځونو بېرته را ایستلو پرېکړه پخوا لا کړې وه.

جنوبي کوریا په افغانستان کی نېژدې دوه سوه عسکر لري چې په خیریه او د بیا رغوني په کارو لکه صحت او بیا جوړونه کې بوخت دي.

دوی په باگرام کې د افغانانو لپاره یو صیحي کلینېک هم چلوي چې تر وسه یې د ٢۴٠٠٠ زره افغانانو علاج کړی.

یرغمل شوي کوریا ېا ن له اردوسره تړاو نلرى او خپلوانو یې د خپل هیواد په چارواکو غږ کړی چې د عسکرو د ایستلو کار نور هم گړندی کړي.

د پلټنو په هکله د غزني ولایت د پولیسو مشر احمد شاه احمدزی وايى ‎وروسته له هغه چې دا پېښه را مینځته شوه مونږ جدي عملیات شورو کړل، خو له بده مرغه موږ وا ورېدل چې یرغمل نیونکو ویلې که مونږ پلټنو ته دوام ورکړو دوی به ټول یرغمل شوي کسان و وژني.

دغه جنوبي کوریایان د پنج شنبې په ورځ له کابل څخه کندهار ته په لویه لار د سفر په وخت کې نیول شوي وو.

او په کال ٢٠٠١ کې د طالبانو د حکومت د نسکوریدو راهیسي دا په یوځای تر ټولو ډېر کسان دي چي یرغمل شوي دي.

XS
SM
MD
LG