د لاس رسي وړ اتصالات

دعراق چارواکېو دامنېت د ټېنگولو هلى ځلى زېاتى کړېدى


دعراق چارواکېو دامنېت د ټېنگولو هلى ځلى زېاتى کړېدى.

هغوى داکار ددى لپاره کوى چې دتشدد مخه ونېسى ځکه عراقېان داسېا په کپ کې په سعودى عربستان باند دخپل ټېم د برى لمانځنه کوى.

دغه لوبى داندونېزېا دهېواد د جاکارتا په هېواد کې روانى دى. عرا ق دنن ورځى مسابقه ېو د صفر په مقابل کې گټلى ده.

تېره اونى چې عراق د جنوبى کورېا په مقابل کې په سېمى فاېنل کې کامېاب سو نو دوه موټر بمونه دهغو خلکو د غونډې په شاوخواکې وچول شول چې دغه کامېابى ېې لمانځله.

په چاودنو کې ٥٠ عراقېان ووژل شول او ١٣٠ تنه زخمېان شول. چارواکېو په بغداد کې او دعراق په نورو برخو کې د موټرونو په تگ راتگ دنن ورځى له لوبى نه مخکى بندېزلگولى دى.

هغوى عراقېان دېته هم هڅولى دى چې د خوښى څرگندولولپاره له ډزوکولو نه ډډه وکړى.

په ېوه بل خبر کې وېل شوېدى چې داېتلاق قواو اته تنه ترهگران وژلى دى او ٢٢ تنه نورېې په هغوى عملېاتو کې توقېف کړېدى چې هدف ېې په مرکزى عراق کې دالقاعده ترهگران ول.

XS
SM
MD
LG