د لاس رسي وړ اتصالات

نن دملگرو ملتونو د اټومى اېنرژى د څارنى د موسسى ېوه ډله مفتشان اېران ته ورسېږي


داېران خارجه وزارت وايي چې نن ددوشنبى په ورځ به دملگرو ملتونو دا ټومى اېنرژى د څارنى دموسسى ېوه ډله مفتشان اېران ته ددى لپاره ورسېږي چې ددرنو اوبو ېوه بټۍ وگوري.

د خارجه وزارت وېاند محمد على حسېنى وايي دملگرو ملتونو دا ټومى اېنرژى د څارنى دموسسى مفتشان به داراک اټومي بټۍ چې له بشپړېدونه وروسته به پلو ټونېم پکى تولېدېږي وگوري.

هغه داهم ووېل چې دا ټومى اېنرژى دنړېوالى موسسى ېوه بله ډله پلټونکي به داگست په شپږمه نېټه اېران ته ولاړ شى چې دنتانز د بټۍ د څارنى لپاره په ېوه مهال وېش باندى کار وکړى.

دنتانز په بټۍ کې ېورانېم غني کېږى. اېران په دې موافقه کړېده چې د مفتشانو ته دهغې معاملى پر بنا اجازه ورکړى چې دخپلو اټومى فعالېتونو په باب پوښتنو ته ځواب ووايي.

پلوټونېم او په اعلى درجه غنى شوي ېورانېم داټومى وسلو په جوړولو کې استعمالېدلى شى. څرنگه چې اېران له دېنه انکار کړېدى چې دېورانېمو له غنى کولو نه لاس واخلى نو دملگرو ملتونو دامنېت شورى، تر اوسه پورې پرې دوه ځلى بندېزونه لگولى دى.

XS
SM
MD
LG