د لاس رسي وړ اتصالات

داسی گڼل کېدله چی لومړی نړی وال جنگ به د ټولو جنگونو پای وي، ځکه چی...


د کال ١٩١۴ د اگسټ پر لومړۍ نېټه، څلور ورځی وروسته له هغه چی اطریش او هنگری د سربیا سره جنگ اعلان کړ.

جرمني او روسیې جنگ سره اعلان کړ، فرانسې د عمومی سفر بری اعلان وکړ او د جرمني د عسکرو لومړنۍ ډلگی پر فرانسې باندی د یرغل دپاره د لوکزامبورگ خاوری ته ننوتلې.

په وروسته دریو ورځو کی روسیه، فرانسه، بلجیم او برټانیه ټول د اطریش، هنگری او جرمني په مقابل کی ودرېدل، او دجرمني پوځ پر بلجیم باندی حمله وکړه.

د کال ١٩١۴ د اکټوبر په میاشت کی لا ترکیه هم دجرمني او هنگری ملگرې سوه. او کله چی متحدینو حمله ورباندی وکړه نو د متحدینو قواو ډېر سخت تلفات ورکړل او بیرته پر شا کېدلو ته مجبور سول.

لومړی نړی وال جنگ په تاریخ کی د تباهی او تلفاتو له مخی بې سابقې وو. او تقریبا شل میلیونه عسکر او ملکیان پکښی قتل سول.

کله چی په کال ١٩١٨ کی د امریکا قواوی اروپا ته ورسېدلې نو د جنگ پله د متحدینو په گټه درنه سوه.

جرمني هم ډېر زیات تلفات ورکړي او هم یې منابع او وسایل پای ته رسېدلي وه او د کال ١٩١٨ د نوامبر پر یوولسمه یې د متحدینو سره متارکه لاسلیک کړه.

داسی گڼل کېدله چی لومړی نړی وال جنگ به د ټولو جنگونو پای وي، ځکه چی ددې جنگ په اثر ډېرو هیوادونو ته ډېر زیات تاوانونه او تلفات ورسېدل.

له بده مرغه چی د سولی تړون رسما جنگ ته خاتمه ورکړه نو دکال ١٩١٩ د ورسای تړون پر جرمني باندی دونه سخت شرایط تحمیل کړل چی اروپا یې بې ثباته کړه او د دوهم نړی وال جنگ دپاره یې اساس کښېښود.

XS
SM
MD
LG