د کال ١٩٦٩ د جولای پرشلمه امریکایی کیهان نورد نیل ارمسټرانگ د مځکی څخه ٢۴٠ زره میله لیری د سپوږمۍ پر سطح کښته سو او هغو څه باندی یو میلیارډ خلکو ته چی په خپلو کورونو کی یې راډیو گانو ته غوږ نیولی وو دا خبره وکړه: »دا د یوه انسان د پاره یو کوچنی گام، خو د بشریت دپاره یو ډېر لوی خېز دی.»
آرمسټرانگ لومړی انسان وو چی د سپوږمئ پر مخ باند ی یې گام کښېښود. سپوږمئ ته د انسان د لېږلو د مفکورې ریښې په هغی وینا کی دي چی جمهوریس جان ایف کینیډی په کال ١٩٦١ کی کانگری سته وکړه او له کانگریس څخه یې وغوښتل چی سپوږمۍ ته د کیهان نوردانو د لېږلو دپروژې ملاتړ وکړی.
ده وویل زه په دې عقیده یم چی دا ملت باید دغه هدف ته د رسېدلو کار پرخپله غاړه واخلی. او مخکی له هغه چی دا لسیزه پای ته رسېږی باید چی د سپوږمۍ پر مخ باندی انسان کښته کړی، او سالم یې بیرته مځکی ته را ورسوی.
په هغه وخت کی متحده ایالات د فضایی تحقیقاتو په کار کی له شوروی اتحاد څخه وروسته پاته وو، او دساړه جنگ د وخت امریکې د جان ایف کینیډی د دې زړه ور پېشنهاد هرکلی وکړ.
د دې څخه وروسته پنځه ځله نور پر سپوږمۍ باندی انسانان کښته سول.
وروستني کیهان نوردان ایوجین سیرمن او هېریسن شمیت وو چی د کال ١٩٧٢ د ډسامبر پر څوارلسمه د اوه لسمی اپولو په پروگرام کی سپوږمۍ ته وختل.
د اپولو په پروگرام کی څلور سوه زرو انجنیرانو، ټکنیشینانو او ساینس پوهانو کارکاوه او لگښت یې څلېرویشت میلیارډو ډالرو ته رسېدی چی د نن ورځی په حساب یې خبره سلو میلیارډو ډالرو ته رسېږی.