د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي کوریا هیات د یرغملو په باب د طالبانو سره خبري کوی


د جنوبي کوریا چارواکي وایی چی د حکومت یو هیات یې د یاغي طالبانو سره چی ٢٣ جنوبي کورییایان یې تښتولي دي خبري کوی.

د جنوبي کوریا د جمهوري ریاست یوه نطاق نن وویل د کوریا د هیات او د طالبانو تر منځ مستقیمي خبري کیږی.

نطاق په دې اعتراف وکړ چی د سیول دریځ دا نه دی چی د سړو تښتونکو دا غوښتني دي قبولي کړی چی وایی د افغانستان حکومت دی د دوی بندیان ددغو یرغملو په بدل کی ور خوشي کړی.

د افغانستان حکومت د هماغه وخت نه چی د جولای په ١٩ مه یاغیانو دغه د مرستو رسولو مسیحي جنوبي کورییایان وتښتول د بندیانو د تبادلې نه انکار کړی دی. هغوی په بس موټر کی د کابل نه کندهار ته روان وو.

افغان ډاکټران وایی چی دوی ته به شاید ژر دا موقع برابره شی چی ددغو یرغملو سره وگوري.

ویل کیږی چی په دې یرغملو کی یې دوه تنه سخت ناروغ دي.

XS
SM
MD
LG