د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کی د طالبانو په دوو مشکوکو مشرانو باندي هوایی حمله شوې ده


په افغانستان کی د امریکا په مشري ائتلافي قواو په هلمند کی د طالبانو په دوو مشکوکو مشرانو باندي هوایی حمله کړې ده.

مگر محلي مامورینو ویلي دي چی په دې حمله کی څو ملکي کسان زخمي شوي دي. د ائتلاف په یوه بیانیه کی ویل شوي دي چی د طالبانو قوماندانانو غوښتل په دې ځای کی د خپلو مشرانو یوه غونډه جوړه کړی.

بیانیې د تلفاتو په باب څه نه دي ویلي او دا یې هم نه دي ویلي چی په دې حمله کی چی پرون د پنجشنبې په ورځ وشوه دغه قوماندانان وژل شوي دي که نه.

د هلمند د ولایت د پولیسو سرمامور وویل چی شل تنه زخمیان د لښکرگاه روغتون ته رسول شوي دي.

هغه وویل چی په دې حمله کی څو طالبان او ملکي خلک هم وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG