د لاس رسي وړ اتصالات

د کمپ ډیویډ تاریخي اهمیت


د واشنگټن ډی سی څخه تقریباً سل کیلو متره لیرې د غرونو دغه منزوي لمن د کمپ ډیوډ په نامه شهرت لري. ددې ځای یو اتیا هکتاره ځمکه د امریکا د جمهور رئیس د شخصي استفادې لپاره ځانگړې شوی ده.

دغې سیمې ته د ورتللو بلنه ددې معنی لري چې بلل شوی شخص د جمهور رئیس سره نژدې اړیکې لري. په همدې خاطر دي چې د اگست په پنځمه او شپږمه د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی په کمپ دیویډ کې د جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش میلمه دی.

ددې ځای په چاپیریال کې مطبوعاتو ته اجازه نشته او فقط ځینی وخت په خاصه مراسمو کې خبری رسنیو ته د عکاسۍ اجازه ورکول کیږي.

خو د اشنا تلویزیون خبریاله رڼا دراني غورځنگ توانیدالی چې ددې ځای د یو شمیر اوسیدونکو سره چې د کمپ ډیوید تر سیوري لاندې ژوند کوي، د هغوی پر ټولنو باندې ددې ځای د اثر په اړه خبرې وکړي.

د 1942 کال راپدی خوا له کمپ ډیویډ څخه د امریکا د جمهورو ریسانو او د هغوی د کورنیو لپاره د تفریح ځای په توگه استفاده کیږي تر څو د واشنگټن د مرطوبی او گرمی هوا څخه لیری د غرونو په لمن کی شپی او ورځی تیری کړي.

له کمپ ډیوید څخه د کال په نورو وختو کې هم د یو ځانگړي شخصي ځای په توگه د تفریح او رسمي کارونو لپاره استفاده کیږي.

مایکل برون چی د جمهوري ریاست د چارو تاریخ پوه دی وایی: «کمپ ډیوید یوه لری پرته سیمه ده او سیلانیان هلته نه شي نژدې کیدای. له هغه څخه دیوال تاو شوی او هلته ستر حکومتي ملکیت پرت دی.»

هغه وایی دا چې دا کمپ په انزوا کې پروت دی د بهرنیو میلمنو لپاره هم یو مناسب ځای دی.

او کله نا کله په کې جدي خبرې هم کیږي. «جمهور رئیس بوش بهرني مشران دلته میلمانه کړي. د بریتانیا پخوانی صدراعظم تونی بلیر چې له استفا څخه څو ورځی مخکی پدی ځای کی میلمه و او یو شمیر نور مشران هم دې ځای ته راغلي دي. همداشان جمهور رئیس کارتر په کمپ دیویډ کې د اسرائیل له صدراعظم میناخیم بیګن او د مصر له جمهور رئیس انورالسادات سره خبرې کړې وې او د کمپ دیویډ د پریکړې په نامه یو موافقت لیک یې همدلته لاس لیک کړی و. زه فکر کوم په ۱۹۷۸ کال کې و.»

او کمپ دیویډ ته نژدې د میري لند د تورمنت د کلي اوسیدونکی اوه اتیا کلن جورج ویرمن همدلته و چې دغه تاریخي سند لاس لیک شو. هغه وایي: «کله چی جیمی کارتر بیګن او سادات راوستل نو ما داسې وګڼل چې مونږ واقعا دلته په تورمونت کې یو ځه تر سره کړل چې مونږ کولای شو پرې ویاړ وکړو«.

ویرمن په تورمنت کې محلي تاریخ پوه دی. هغه په دې وروستیو کې دغه عکسونه د جمهور رئیس د ګوښه کیدو په اړه د خپل زوړ کتاب څخه له مونږ سره شریک کړل، او همداشان د کوزي په نامه د سیمه ایزو تاسیساتو په اړه یې خپلې خاطرې هم له مونږ سره شریکې کړې. «د کوزی په اړه په زړه پورې داده چې هغه په حقیقت کې د خبري رسنیو او میډیا مرکز شو. هغوی به جمهور رېیس تعقیباوه کله چې هغه په کمپ دیویډ ته روانیده. خو کوزي یواځنی ځای و چې دوی ورته ورتلای شول»

د کوزی منطقه دپیچلو ودانیو مجموعه ده چې صرف لس کیلومیتره له کمپ ډیویډ څخه فاصله لري. دا ځای د خپل ګاونډي په پرتله لږ اهمیت لري خو بیا هم د ډیرو خلکو لپاره چې غواړي د کمپ دیویډ تجرئبه ترلاسه کړي دا ځای بیا هم نژدې دی. حتی دلته د کمپ دیویډ موزیم هم شته.

ویکی گریند د کوزي موزیم مشره ده. «دا ټول شیان او عکسونه چی تاسو یی د کمپ ډیوید په موزیم کی وینی هغه کوزی ته اهدا شوی دی. دا ټول د هغو خبریالانو له خوا اهدا شوی چی د کلونو په اوږدو کې زمونږ سره اوسیدل.»

خبري کوچنی پاڼې او عکسونه چې په ۱۹۴۲ کال کې د جهمور رئیس فرانکلین روزویلت له وخته پاتي تورمونت ته یې د تاریخ په سیوري کې خاص اهمیت او ارزښت ورکړی دی. «دا ویاړ دی چې تاسې یو چیرته ځی او خلک وایي د میري لند تورمونت چیرته پروت دی. هیځکله مو د هغه په اړه نه دي اوریدلي. ښه تاسې د کمپ دیویډ به اړه اوریدلي. د جمهورو رئیسانو د استراحت د ځای په اړه. هغوی وایي. آه بلي! او په دې توګه مونږ د نړی په نقشه کې مجسم کیږو.»

هغه زیاته کړه: «یو شی چی زه یې مننه کوم هغه داده چې د تورمنت ټولنه د کمپ دیویډ اهمیت درک کوي چې دا د جمهور رئیس ځای دی چې هلته په شخصي توګه واوسیږي او استراحت وکړي. مونږ هیڅکله هم دی ځای ته تجارتی بڼه نه ده ورکړې. او دا زما لپاره ویاړ دی چې ددې ځای تاریخ پوه یم.»

کله نا کله هغه څه چې په دغه لیری پرته سیمه کې چې د کمپ ډیویډ په نامه شهرت لري، پیښیږي د خبرونو سرلیکونه کیږي او په تاریخ کې ثبتیږي. خو هغه څه چې د کمپ دیویډ په اړه ویل کیږي هغه د محلي خلکو یاداشت دی چې د هغه په ګاونډ کې اوسیږي.

XS
SM
MD
LG