د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال پروېز مشرف د امن په جرگه کې برخه نه اخلي


د روېټر خبرى اژانس وايي د پاکستان جمهوررئېس جنرال پروېز مشرف د افغانستان او پاکستان د مشرانو د عنعنوى جرگې نه د چارشنبى په ورځ په وروستېو شېبو کې ووت.

--------------------------------

د پاکستان جمهوررئېس جنرال پروېز مشرف دافغانستان او پاکستان د مشرانو د عنعنوى جرگې نه د چارشنبى په ورځ په وروستېو شېبو کې ووت. په دې ډول هغه هلې ځلى چې د اسلامى سر تېرو سره د مبارزې لپاره کېږى او دواړه هېوادونه ېې له بې ثباتى سره مخامخ کړېدى له ېوې ستونزې سره مخامخ شوې.

په دغه درې ورځنى جرگه باندى دافغانستان او پاکستان جمهورو رئېسانو تېرکال په واشنگټن کې موافقه کړې وه.

ددغه کار مقصد داو چې دغه دواړه رقېب هېوادونه سره نېژدې شى او تر ټولو مهمه داده چې دالقاعده او طالبانوخلاف ېوه گډه ستراتېژى جوړه کړى.

په دغه جرگه کې د جنرال مشرف نه گډون په دې دلېل چې نور مصروفېتونه لرى د جرگى لپاره بل په شا تگ گڼل کېږى.

له دغې جرگې سره همدا اوس هم د پاکستان ېو شمېر قبېلوى مشرانو مقاطعه کړېده. روېټر لېکى د پاکستان خارجه وزارت ووېل چې جنرال مشرف له افغان جمهوررئېس حامد کرزى سره په ټېلېفون کې خبرې وکړى او ورته وې وېل چې پاکستان په بشپړ ډول د جرگى دکامېابى ملاتړ کوى.

د جنرال مشرف په ځاى به د پاکستان لومړى وزېر شوکت عزېز په دغه جرگه کې گډون وکړى. افغان چارواکى اکثره وخت پاکستان په دې تورنوى چې القاعده او طالبانو ته په دې خاطر پناه ورکوى چې خپل گاونډى هېواد افغانستان کمزورى وساتى.

خو پاکستان دغه تور ردوى او وايي چې دوى د القاعده ېو شمېر معتبر مشران نېولى دى او پخپله هم په خپلو سرحدونوکې له طالبانو او دهغوى له ملاتړوسره مبارزه کوى.

د روېټر خبرى اژانس لېکى چې ١٧٥ پاکستانى چارواکى ، سېاسى خلک او قبېلوى مشران په دغه جرگه کې برخه اخلى. دافغانستان له خوانه به هم همدومره کسان په جرگه کې گډون وکړى.

بله جرگه به په پاکستان کې وشى خو نېټه ېې لانده ټاکل شوې. د پاکستان د کورنېو چار و د وزارت نطاق جاوېد چېمه وايي چې ددغى جرگىاصلى او بنېادى مقصد په سېمه کې د امن راوستل دى.

رحېم الله ېوسفزى دافغانستان د چارو ماهر وايي دا ډېر ښه فرصت دى چې داول ځل لپاره ددواړوخواو مشران او سېاستمداران له ېوبل سره ملاقات کوى.

خو توقعات ډېر زېات دى. روېټر د لوېدېز دېوه دېپلومات له قوله لېکى چې که دا جرگه له جگړې نه پرته پاېته ورسېږى نو ښه کار به وى.

او که چېرې دخبرو اترو بنسټ کېښودل شى نو دا به النى گټور قدم وى.

XS
SM
MD
LG