د افغانستان او پا کستان تر منځ د امن د ګډی جرګی جوړیدو ته ګڼ شمیر د نظر خاوندان په نیک نظر ګوری دغه کار پوهان داسی جرګې ډېرې مهمې بولي.
د کابل د پو هنتون د شرعیاتو د پوهنځی استاد ډاکتر عیاض نیازی جرګه یو منل شوی اسلامی او ټولنیز امر بولی.
همدا رنګه د کابل پوهنتو د ټولنیزو علومو په پوهنځی کی استاد محمد امیر کامه وال د دغی جرګی د غړو د ګډون په څرنګوالی انتقاد کوي.
د ښوونی او روزنی په پوهنتون کی استاد ډاکتر مرتضی مهران جرګه په افغانستان او پاکستان و کی د امنیت ټینګښت د پاره دیره مهمه بولی.
همدا رنګه یو تن قضایی ستاژیر عبد الحمید همت بیا په دی باور دی.
د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځی استاد سیف الدین سیحون د دی جرګی مثبتو نتیجو ته دیر په طمعه ندی.
په دی جرګه کی به د دواړوهیوادونو د قومونو او قبایلو مشران زیار وباسی چی په دواړو هیوادونو کی دامنیت د ټینګښت لپاره لاری هواری کړی.