د لاس رسي وړ اتصالات

اېران وايي دوى ددوه اېرانى اصله امرېکايى پوهانو په باب تحقېقات بشپړ کړل


اېران وايي چې دوى هغه تحقېقا ت بشپړ کړېدى چې ددوه اېرانى اصله امرېکا يى پوهانو په باب ېې کول. دغه دواړه په تهران کې په دې تور نېول شوى ول چې داېران ملى امنېت ته ېې خطر پېښاوه.

حسن حداد دتهران د څارنوال مرستېال داېران دولتى مطبوعاتو ته ووېل چې هاله اسفندېارى او کېان تاجبخش به مخکى له دېنه چې ددوى په باب پرېکړه وشى، اوس ېو لړ لېکلى کارونه بشپړ کړى.

خو ښاغلى حداد دا ونه وېل چې په لېکلو کارونو کې کوم شېان شامل دى. هاله اسفندېارى او کېان تاجبخش په تهران کې دمې په مېاشت کې ونېول شول او د اېران په ېوه داسى زندان کې اچول شوېدى چې سخت امنېتى اقدامات پکى موجود دى.

د اېران څارنوال وايي على شاکرى درېم اېرانى دى چې په دې نېژدى وخت کې نېول شوېدى. خو دهغه د دوسېې په باب اوس څه وېل له وخت نه مخکې کاردى.

نوموړى له هغو دوه پوهانو سره هېڅ ډول اړېکى نلرى. على شاکرى د سولى دراوستلو لپاره کار کوى. ښاغلى حدادد څلورمى اېرانى خبرېالى په باب چې پرناز عظېمه نومېږى هېڅ ونه وېل.

هغه له دېنه اېساره شوېده چې له تهران نه بهر ولاړه شى.

XS
SM
MD
LG