د لاس رسي وړ اتصالات

د اېران جمهور رئېس محمود احمدى نژاد کابل ته سفر کوى


ټاکل شویده چی د ایران جمهورریس محمود احمدی نژاد سبا ته کابل ته سفر وکړي. د جمهورې رېاست مقام ته د رسېد ونه پس دا اول ځل دی چی دی افغانستان ته سفر کوی.

ښاغلی احمدى نژاد به د سه شنبی په ورځ کابل کی د افغانستان د جمهور ریس حامد کرزی سره ملاقات وکړى.

د مامورینو په وینا د دی سفر هدف د دواړو ملکونو د مناسباتو لا تقویه کول دی افغانستان دایران سره د هغی ورځی نه ډیر ښه مناسبات پاللی دی چی کله نه په ٢٠٠١ مېلادى کال کی د طالبانو حکومت له منځه ولاړ.

د دی باوجود چی امریکا او ایران د اټومی پروگرام په سر د یوبل سره جنجال لری خو افغانستان د امریکا د نیزدی ملگری کیدو سره سره د ایران سره دوستانه اړېکى پالى.

د امریکا چارواکېو پر ایران دا تور لگولی چی دوی یاغی طالبانو ته وسلی ورکوی. خو د افغانستان جمهورریس کرزی ایران د افراطیت په ضد یو ښه ملگری یاد کړیدی.

د ایران جمهورریس به د افغانستان نه وروسته ترکمنستان ته سفر کوی. او بیا به کرغیزستان ته هم ځی. ښاغلى احمدى نژاد به تردې وروسته د شانگهاى د همکارئ د ټولنی په غونډه کی هم گډون وکړى.

XS
SM
MD
LG