د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل چاودنې درې جرمنېان ووژل


پولېس وايي نن سهار دکابل په ختیځ کې دیوه بم په چاودنه کې درې جرمني دېپلوماتان ووژل شول.

نن دسهار په نهو بجو او پنځلسو دقیقو دکابل ښار ختیځ لورته داحمدشاه بابا مینې ترڅنګ، دبت خاک په لاره یو بم وچول شو.

داسى ښکاري چې دغه بم به په ریموټ کنټرول باندى چول شوى وي. رپوټ وايي ددغې چاودنې هدف دناټو په مشرۍ دایساف په ځواکونو کې دجرمنیانو پرهغه کاروان باندى برېد کول و چې له دغې سیمې نه تیریده.

دپولیسو په وینا پدې چاودنه کې دجرمني دري عسکر وژل شوي اوېو بل عسکر یې ټپي شوېدى.

د سیمې پولیس وايي چې په همدې چاودنه کې درې تنه جرمني ډیپلوماتان هم وژل شوېدى.

خو په چاودنه کې عامو خلکو ته کوم زیان ندی رسیدلی. دبګرامیو د ولسوالۍ امنیه قومندان، بریالي بشریار پرواني، خبریالانو ته وویل چې دغه چاودنه له لېری نه په کنټرولیدونکې وسېله ېا رېموټ کنټرول باندى شوېده.

رپوټ وايي په کابل کې د جرمني سفارت ننۍ چاودنه تائېد کړیده خو دزیاتو جزیئاتو له ورکولونه یې ډډه کړېده.

ېوتن چې ځاى دطالبانو ویاند بولى او ځان ذبیح الله مجاهد په نامه معرفى کوى خبري اژانسونو ته ېې ويلي چې دا چاودنه دوى کړېده.

خو دغه وېاند ادعا کړېده چې په چاودنه کې شپږ تنه جرمنېان وژل شوېدى. په همدې سیمه کې یوه میاشت وړاندې هم دېته ورته ورته چاودنه شوې وه.

XS
SM
MD
LG