د لاس رسي وړ اتصالات

بېنظېر بوټو: جنرال مشرف دې ژر ترژره انتخابات وکړى


د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزېرې بېنظیر بوټو امریکا ته د سفر په وخت کې د خپل هیواد په ولس مشر پروېز مشرف باندې غږ کړیدى چې له خپلو وعدو سره سم دې په هیواد کې ژر تر ژره انتخابات وکړي او جمهوریت ته دې لاره اواره کړي.

بېنظیر بوټو و ویل چې د دې گوند له جنرال پروېز مشرف سره نېژدې له یو کال راهیسې د ایتلاف جوړ ولو لپاره خبرې کوي.

هغې زیا ته کړه چې پروېز مشرف د جمهوریت د راوستلو وعده کړې وه خو تر اوسه یې په عمل کې هیڅ نه دي کړي.

هغې په دې برخه کې ووېل چې: "مونږ له یو کال راهیسې په دې برخه کې خبرو ته دوام ورکړیدى. په دې لړکې مونږ د ځینې مساېلو په برخه کې موافقې ته هم سره رسېدلي یو او پروېز مشرف د باوري فضا د منځته راوستلو لو لپاره د یو لړ گامونو داوچتولو وعده کړې وه، خو موږ ترا وسه پورې په عمل کې څه نه دي لیدلي. مونږ له هغوى نه دا پوښتنه کوو چې دا تشې خبرې دي، او که په هغو به عمل هم کوئ".

‎‏‎ بېنظیر بوټو په نیویارک کې د باندنیو اړیکو شورا ته و ویل چې د فیصلې له کولونه مخکې به دا دوه درې اونۍ انتظار وکړي.

مېرمن بوټو وايي:

‎مشرف په هغه لار روان دی چې له پاکستان څخه یو معتدل او مېانه روه هیواد جوړکړي. نو که مونږ د ډیموکراسۍ د راوستلو لپاره مینځلاري گوندونه سره یو کړو نو دا به په اوسنیو حالاتو کې مرسته وکړي.

زما گوند هم دغه فیصله وکړه او هم دا وجه وه چې مونږ له دوی سره خبروته کېناستو. جنرال پروېز مشرف په ١٩٩٩ مېلادى کال کې په یوه پوځي کودتا کې واک تر لاسه کړ.

اوس هغه تر بل هر وخت نه زېات له ناوړه سیاسي کړکېچ سره مخامخ دی.

پروېز مشرف وایي دی به د روان کال په پای کي پارلیماني انتخابات وکړي، خو نه غواړي د هیواد دوه پخواني صدراعظمان، بېنظیر بوټو او نواز شریف، د انتخاباتو په وخت کې خپل هیواد ته را پریږدي او په انتخاباتو کې برخه واخلي.

دواړه گوندونه په انتخاباتو کې د بري هیله لري. بېنظیر بوټو په کال ١٩٩٩ کې له هیواد څخه د ټگۍ برگۍ په تورونو له محکمې نه په تېښته له هیواد څخه بهرته ولاړه.

هغې دا نده څرگنده کړې چې جنرال مشرف له هغې سره کومې وعدې کړې دي که نه، خو دا غوښتنه یې کړېده چی جنرال مشرف دې پوځي څوکۍ او د پوځ کنټرول پرېږدي.

بېنظیر بوټو و ویل چې دا غواړي واشتنگټن له پاکستان سره خپل پوځي او مالي مرستې په هیواد کې د ډیموکراسۍ له راوستلو سره وتړي؛ په دې ډول به په هیواد کې ازاد او بې لاسوهنې انتخابات تر سره شي.

XS
SM
MD
LG