د لاس رسي وړ اتصالات

نن په ټول افغانستان کې د خپلواکۍ اته اتېاېمه کلېزه ولمانځل سوه


نن په ټول افغانستان کې دزمري دمیاشتې په اته ویشتمه نېټه دخپلواکۍ ورځ دغونډو په جوړولو سره ولمانځل شوه. دکابل په غازي لوبغالي کې هم ځانګړي مراسم ترسره شول.

ولسمشر کرزي او دحکومت لوړ پوړو چارواکېو پدې مراسمو کې برخه اخېستى وه.

افغانستان اته اتیا کاله وړاندې له بریطانویانو نه پدغه ورځ خپلواکي وگټله. د کابل په غازي لوبغالي کې دغه ورځ دیو لړ ځانګړو دودونو په ترسره کولو سره ولمانځل شوه.

ولسمشر حامد کرزي، دحکومت لوړ پوړو چارواکو او دپارلمان غړو پدغو مراسمو کې ګډون وکړ. دغازي لوبغالي ټولې څنډې دملي اتلانو په انځورونو پوښل شوې وې او دخپلواکۍ شعارونه دلوبغالي په څنډو را ځړلیدلي ول.

ولسمشر کرزي پخپلو خبرو کې وویل چې دخپلواکۍ له ګټلونه دهغې ساتل ګران کار دی. ولسمشر په ځوانانو غږ وکړ چې پوهه او علم حآصل کړي او خپلواکي وساتي.

دخپلواکۍ داته اتیا ېمې کلیزې پدې مراسمو کې لومړی دولسمشر کرزي، دلوی احمدشاه بابا او غازي امان الله خان تصویرونه دلوژ له مخې تیر شول، ورپسې وسلوالو پوځونو دولسمشر کرزی او دحکومت دلوړ پوړو چارواکو په وړاندې خپل نظامي تمرینات ترسره کړل.

دافغانستان مختلفو قومونو مشرانو هم چې بیرغونه یې له ځانو سره وړل دلوژ له مخې تیر شول. دښوونځیو زده کوونکېوهم له ځان سره بیرغونه وړل.

پدې مراسمو کې دالمپیک لوبډلو هم برخه لرله، دنیزه بازۍ لوبې هم وشوې، څو تنکیو زلمیو دخپلواکۍ لمانځنه د ملي اتڼ په کولو بدرګه کړه.

XS
SM
MD
LG