د لاس رسي وړ اتصالات

دتاېلند لومړى وزېر داساسى قانون په ولسپوښتنه کې کامېابى اعلان کړه


د تایلند لومړى وزېر سورایود چولانات چی پوځی ملاتړ ورسره دی،د نوی اساسی قانون د مسودی په اړه په عامه رای گیری کی بریالیتوب اعلان کړی دی.

ښاغلی سورایاد هغه وخت د دی بری لیتوب اعلان وکړ چی د یوی احصایی له مخی ٦٨ فیصده رایی ورکونکېو نن د دغه منشور ملاتړ وکړ.

ښاغلی سوراید په ټلویزیونی مرکه کی له هغه نه وروسته چی د رایی اچونی مرکزونه وتړل شول وویل چی دی به د دی میاشتی په پای کی د اساسی قانون مسودده جمهور ریس ته د منظوری لپاره وړاندی کړی.

انتخاباتی کمیټی تر اوسه پوری د انتخاباتو رسمی نتایج ندی اعلان کړی.

سیاسی مبصرین وایی چی د لږو رایو وړل به د حکومت او د پوځ اعتبار کم کړی.

ښاغلی سورایاد وویل که هغه اساسی قانون چی د پوځ له خوا یی ملاتړ کیږی منظور شی نو حکومت به د ډسمبر په میاشت کی عمومی انتخابات وکړی.

XS
SM
MD
LG