د لاس رسي وړ اتصالات

دترکېې پارلمان نن د جمهورى رېاست لپاره انتخابات کوى


د ترکیې پارلمان نن دوشنبې په ورځ انتخابات کوي چې خپل جمهوررئیس وټاکي او د ټولو توقع داده چې ددې هیواد د باندنېو چارو وزیر عبدالله گل به دغه انتخابات وگټي.

دا دښاغلي گل دوهمه هڅه ده چې دترکېې جمهوري ریاست د رسېدلو لپاره ېې کوي. د ښاغلى گل کاندید کیدلو او د هغه اسلامي سابقه ددې سبب سوه چې ېو سیاسی بحران منځته راشى او د پارلېمان لپاره نوي انتخابات وشى.

په دې انتخاباتو کې د عبدالله گل د عدالت او پرمختیا گوند د ٥٥٠ څوکیو له جملى نه ٣۴٠ څوکۍ وگټلې.

د نن ورځى انتخابات دانتخاباتو د څلورو پړاونو له جملى نه او ل پړاو دى. هیله کیږي چى ښاغلی گل په دریم پړاو کې چې یواځې ساده اکثریت ته اړتیا ده انتخابات وگټي.

په نورو پړاونو کې د انتخاباتو د گټلو لپاره په درو کې ددوه برخو راېو گټل لازم و. غیر مذهبي کسان د گل د انتخابېدلو نه وېره لري.

دوی وايي چې گل او لومړى وزېر رجب طېب اردوان چې سره ېوځاى شى نو دوى به په ترکېه کې د دېن او دولت قوى جلا والى او بېلتون چى په ترکېه کې ډېرې قوى رېښې لري کمزورى کړى.

XS
SM
MD
LG