د لاس رسي وړ اتصالات

اسراېېلو په هوايي برېد کې په غزه کې درى سر تېري فلسطېنېان وژلي دي


د فلسطېن روغتېايي چارواکي وايي داسراېېلو هوايي حملى لږ تر لږه درې فلسطېنې سرتېرى وژلى دى. بمبارى نن د سه شنبى په ورځ دغزې په تړانگه کې وشوه.

داسراېېلو پوځ ووېل دغه ټوپک والا د سرحد له کټارې نه ېو څو سوه متره لېرې ولېدل شول. جنگى الوتکى پرهغوى باندى هغه وخت ډزې وکړې چې هغوى سرحد ته ورنېژدى شول.

په ېوه بله پېښه کې ددوشنبى په ورځ د حماس شپږ سر تېري هغه وخت ووژل شول چې په مرکزى غزه کې اسراېېلو په ېوه هوايي حمله کې دهغوى موټر ووېشت.

د فتح له گوند سره د سږ کال د جون د مېاشتى د جگړو راهېسى چې د حماس ډلې د فلسطېن په خاوره کې قدرت نېولى دى، له هماغه وخت نه را په دېخوا اسراېېلو څو څو ځلى په غزه کې هوايي برېدونه کړېدى.

دفتح د ډلې مشر محمو د عباس تردې وروسته د فتح او حماس متحد حکومت منحل اعلان کړ او ېونوى حکومت ېې چې مرکز ېې په لوېدېزه غاړه کې د ى تشکېل کړ.

XS
SM
MD
LG