د لاس رسي وړ اتصالات

دخوست والى له ځان وژونکې حملى نه روغ بچ شو


د افغانستان حکومتی ماموران واېې چه د خوست والی د موټر بم په ېوه ځان وژونکې حمله کې بچ شو، مگر د هغه محافظ مړ شو.

ېوه سړي نن د بمونو نه ډک موټر د هغو موټرو سره وجنگاوه چه د خوست والی ارسلا جمال او د هغه سره ملگری کسان په کې سپاره وو.

ماموران واېې چه اوه کسان په دغه حمله کې زخمېان شول، خو د خوست والی روغ رمټ دی. حکومتی مقامات واېې چه دا حمله د ارسلا جمال په خلاف ېوه وژونکې حمله وه.

پخوا هم طالبانو څو وارې د افغان قواو او ناتو د عسکرو په خلاف ځان مرگي حملی کړی دي.

XS
SM
MD
LG