د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا دپوځ ېو نظامی هلېکوپټر نن په عراق کې سقوط وکړ


د امرېکا پوځ نن اعلان وکړ چه د عراق په شمال کې ېې نن ېو نظامی هلېکوپټر سقوط وکړ او ټول دولس کسه عسکر چه په دغه هلېکوپټر کې سپاره وو ووژل شول.

د امرېکا پوځ واېې د اولنېو نښو نښانو نه داسی څرگندېږی چه دا هلېکوپټر نن د مېخانېکی عوارضو په وجه راولوېده او داسی نه معلومېږی چه د د ښمن په ډز به رالوېدلی وی.

په دی باب تحقېقات شروع شوی دی. له بلې خوا نه د عراق په شمالی ښار، باېجی، کې پولېسو ووېل چه ېوه سړي د بمونو نه ډک ېو موټر نن د پولېسو د مامورېت سره وجنگاوه او لږ تر لږه لس تنه نورې ېې ووژل.

ېو شمېر خلک په دغه ځان مرگى حمله کې زخمېان شول. په دی کسانو کې پولېس او ملکی خلک ډواړه شامل دي.

XS
SM
MD
LG