د لاس رسي وړ اتصالات

په نورستان کې  ېوولس امرېکاېې عسکر زخمېان شول


د افغانستان حکومتی ماموران واېې د خوست والی د موټر بم له ېوې ځان مرگي حملې نه بچ شوی دی، مگر د هغه محافظ مړ شو.

ېوه سړي نن د بمونو نه ډک موټر د هغو موټرو سره وجنگا وه چه د خوست والی ارسلا جمال او د هغه سره ملگری کسان په کې سپاره وو.

ماموران واېې په دغه حمله کې اوه کسان زخمېان شول، خو د خوست والی روغ رمټ دی. چارواکي واېې دا حمله د ارسلا جمال دوژلو لپاره شوې وه.

په عېن وخت کې د ناتو تړون نن اعلان وکړ چه په نورستان کې ېې په ېوه نظامی اډې باندی حمله وشوه. په دغه حمله کې دوه افغان عسکر مړه شول او ېوولس کسه امرېکاېې عسکر پکې زخمېان شول.

طالبانو په تېرو اتلسو مېاشتو کی د افغانستان نه د ناتود قواو د شړلو او د امرېکا تر ملاتړ لاندی د افغانستان د حکومت د راپرزولو لپار د خلکو د تښتولو عملېات او ځان مرگي حملی زېاتی کړی دی.

XS
SM
MD
LG