د لاس رسي وړ اتصالات

داېران په لوېدېز کې دېوې بېلتون غوښتونکى ډلې غړي او وسلې نېول شوېدي


د اېران مطبوعات وايي ددغه هېواد استخباراتو داېران په لوېدېز کې دېوې بېلتون غوښتونکى ډلې غړي او وسلې نېولى دى.

د اېران مطبوعات داستخباراتو دوزارت له قوله لېکى چې مشکوک بېلتون غوښونکي په دې نېژدى ورځو کې په خوزستان کې چې له عراق سره سرحد لرى ونېول شول.

په رپوټ کې وېل شوېدى چې ددغې ډلې د پټېدو په ځاى کې زښته ډېره وسله نېول شوېده. دغه بېلتون غوښتونکي دانېت لرى چې داېران د گڼو قومى ډلوترمنځ نفاق واچوى.

دتوقېف شوو کسانو په باب نور تفصېلات ندى خپاره شوى. دخوزستان اېالت دتېلو له درکه ډېرغنى دى او ډېر عربان پکى اوسېږى.

د اېران نفوس ٦٥ ملېونه دى او له نېمايي نه زېات فارسېان دى. ېوه پر څلورمه برخه اذرېان دى نورېې کردان، عربان، مازندرانېان، بلوچ او ترکمن دى.

XS
SM
MD
LG