د لاس رسي وړ اتصالات

آلمانی یرغمل په وېډېو کې دمرستې خواست کوي


یو آلمانی انجنیر چی په افغانستان کی یاغي طالبانو یرغمل نیول دی ، په ویډیو کی لیدل کیږی چی د مرستي خواستونه کوی.

دغه ویډیو چی نن په یوه خصوصي افغان تلویزیون کی ښودل شوې برمته شوى آلمانی په داسي حال کی ښئي چی د کمزورۍ په حال کی یوې خوا او بلي خواته اوړی را اوړي او ټوخیږي.

هغه وایي چی دی په خوارۍ کی ژوند کوی او د افغانستان د حکومت او د جرمني د سفارت نه یې وغوښتل چی دده د خلاصیدو سره مرسته وکړی.

دا سړی ددوو آلماني انجنیرانو او څلورو افغانانو په هغه ډله کی و چی تیره میاشت د افغانستان په مرکزي سیمو کی طالبانو وتښتول او په هغوی کی یې یو آلمانی وواژه.

طالبانو همدا اوس ١٩ تنه جنوبي کورییا یان چی د یوې عیسوي خیره مؤسسې سره یې کار کا وه یرغمل ساتلي دي.

XS
SM
MD
LG