د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په صوبه سرحد کی پنځه عسکر وژل شوي دي


د پاکستان په صوبه سرحد کی د ځان مرگه په بم چاودنه کی پنځه عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان د اردو نطاق تورن جنرال وحید ارشد وویل چی نن د شمالي وزیرستان غټ ښار میران شاه ته نژدې چی د طالبانو او د القاعده یاغیانو د ملاتړ د پاره مساعده سیمه بلل شوې، په یوه سړک باندی د اردو د موټرو کتار ته د ځان مرگه موټر بم په چاودنه کی لږ تر لږه پنځه عسکر وژل شوی او پنځه نور زخمی شوي دي.

ددې هفتې په سر کی هم د شمالی وزیرستان او جنوبي وزیرستان په سرحدي قبایلي سیمو کی د یاغیانو په حملو کی څلور پاکستاني عسکر وژل شوي وو.

د پاکستان په امنیتي قواو باندی حملې وروسته له هغه زیاتي شوي دي چی تیره میاشت د طالبانو د طرفدارو یاغیانو سره د پاکستان د حکومت د سولي تړون چی د سمي نه د القاعده د غړو د وتلو د پاره شوی و، مات سو.

دا تړون وروسته له هغه مات سو چی د پاکستان امنیتي قواو په اسلام آباد کی د تندروانو په یوه مسجد باندی حمله وکړه، د هغه یو لوی ملا او د هغه څه د پاسه ٧٠ طرفداران یې ووژل.

یاغیانو لوړه وکړه چی ددې کار غچ به اخلی .

XS
SM
MD
LG