دافغانستان په جنوب کې مقامات وائې، دسرک دغاړی دبم په چاودنه کې دری افغان محافظین وژل شویدی.
په دغه چاودنه کې چې نن د شنبی په ورځ د کندهار په ولایت کې وشوه لږترلږه دوه تنه محافظین زخمیان شویدی.
په افغانستان کې د امریکا په مشری ائتلاف پرون د جمعی په ورځ وویل، عسکرو د ننگرهار په ولایت کې د حملی په وخت کې یو افراطی وواژه او یولس تنه نورئې ونیول.
په عین وخت کې دامریکا د بهرنیو چارو وزارت وائې، دا دهغه دوستانه ډزو په باره کې تحقیق وکړی چې د روانې هفتی په سرکې د افغانستان په جنوب کې شوی وی، د بریتانی دری عسکر پکې وژل شوی او دوه نور زخمیان شوی وو.
د بریتانی ددفاع وزارت وائې، عسکرئې د امریکا په هوائې حمله کې ووژل شول چې د هلمند په ولایت کې د طالبانو سره دجگړی په وخت کې ئې ددوی ملاتړ کاوه.
دغه وزارت وائې پیښه د پنجشنبی په ورځ وروسته له هغې وشوه چې الوتکی راوغوښتل شوی چې دبریتانی دعسکرو ملاتړ وکړی.
د اروپا او ایروشیا د چارو لپاره د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت مرستیال کورټ والکر وویل، واشنگټن به خپل بریتانوی متحدینو سره ددغې ټراجیکی پیښی په باره کې پوره تحقیقات وکړی.