د طالبانو استاځى وايي دوى په دې موافقه کړېده چې هغه نولس کورېاېان چې له شپږو اونېو نه زېاته موده مخکى په افغانستان کې برمته شوېدى آزاد کړى.
د جنوبى کورېا د جمهورى رېاست ېوه نطاق چون هو سن داخبره تائېد کړېده چې دهغوى د خوشى کولو په برخه کې موافقى ته رسېدلى دى.
هغه ووېل موافقه هغه وخت وشوه چې جنوبى کورېا په دې موافقه وکړه چې خپل دوه سوه عسکر به د دې کال تر پاېه پورې له افغانستان نه وباسى او په افغانستان کى به د عېسوېت د تبلېغ اونور تعلېمى او خېرېه کارونه بند کړى.
دا اعلان نن د سه شنبى په ورځ وروسته له هغه نه وشو چې د جنوبى کورېا چارواکېو او طالبانو د برمته شوو کسانو د سرنوشت د معلومولو په خاطر نوې خبرې پېل کړې.
دغه نطاق ووېل ېوڅه وخت به وغواړى چې برمته شوي کسان راخوشى سى. دطالبانو او جنوبى کورېا د چارواکېو ترمنځ مخامخ خبرې وروسته له هغه نه له ناکامى سره مخامخ شوې چې طالبانو دوه برمته شوې ښځې د ښه نېت د څرگندولو په خاطر ازادې کړى.
سر تېرو ترد ې مخکې دوه نارېنه برمته گان اعدام کړل او گواښ ېې کړې و چې که دافغانستان حکومت ددوى زندانېان خوشى نکړى نو دوى به پاتې برمته شوي کورېاېان ووژنى.
د افغانستان حکومت د طالبانو له زندانېانوسره د برمته شوو کورېاېانو تبادله رد کړېده.
طالبانو د جنوبى کورېا هغه ٢٣ کسان چې د ېوې عېسوى کلېسا د خېرېه موسسى په نماېندگۍ دخېرېه مرستو لپاره افغانستان ته راغلي و دافغانستان په جنوب کې هغه وخت ونېول چې په سروېس کې موټر کې ېې سفر کاوه.
------------------