د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبى کورېا خپل عساکر له افغانستان نه بېرته خپل هېواد ته بوزي


د جنوبى کورېا د جمهوررئېس چون هوسن داخبره تائېد کړه چې دوى د طالبانو د ېوشمېرغوښتنو سره په دې خاطر موافقه ښودلى ده چې د برمته خوشى کول ېقېنى کړى.

چون هو سن وايي: جنوبى کورېا به خپل دوه سوه عسکر چې اوس په افغانستان کې خدمت کوى لکه څنگه چې د کال په اخر کې نېټه ورته ټاکل شوېده له افغانستان نه بېرته خپل هېواد ته بوزي او خپل تبلېغى، تعلېمى او دمرستو کارونه به په ټپه په افغانستان کې دروى.

دغه معامله نن د سه شنبى په ورځ په غزنى کې د جنوبى کورېا اوطالبانو د استاځو ترمنځ په مخامخ خبرو کې وشوه. دغه خبرى د سره صلېب دنړېوالى کومېټى په منځگړتوب د طالبانو او جنوبى کورېا د استاځو ترمنځ وشوې.

دغزنى والى معراج الدېن پټان وايي دى په خبرو کې دخېل ندى او سرتېرو ته ېې هېڅ ډول امتېاز ندى ورکړى.

د غزنىوالى وايي: د طالبانو د ترهگرې ډلې او افغانستان د حکومت ترمنځ کوم اوربند نه اوس شوېدى او نه به په اېنده کې کوم اوربند وى.

د جنوبى کورېا د جمهورى رېاست نطاق په سېول کې ووېل مخکى له دېنه چې ېرغمل خوشى شى ېوڅه وخت به نور هم ولگېږى.

چون هوسن وايي: چارواکى په دې برخه کې کوشش کوى چې ېرغمل چې څومره ژر امکان ولرى هومره ژر ېې راخوشى کړى.

رپوټ وايي د جنوبى کورېا د ېرغملو پېښه له هغه وخت راهېسى دامرېکا قواو طآلبان له قدرت نه غورځولى دى په برمته کولو کې تر ټولو ستره پېښه وه.

برمته کونې په افغانستان کې په عمومى ډول مخ په زېاتېدو دى.

XS
SM
MD
LG