د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبى کورېا دولس تنه ېرغمل په افغانستان کې خوشى شول


هغه نولس کورېاېان چې طالبانو په افغانستان کې شپږ اونۍ مخکې برمته کړي ول له هغې جملى نه ېې دولس تنه نور چې لس ښځې او دوه پکى نارېنه دي خوشى کړېدى.

رپوټ وايي چې برمته شوي کسان ېې په درې ډلو کې اول قبېلوى مشرانو ته د غزنى په جنوب کې په لاس ورکړل او ترهغې وروسته ېې نن د چارشنبى په ورځ د سره صلېب چارواکېو ته په درې مختلفو ځاېونو کې ور وسپارل.

دغه درې واړه ځاېونه د غزنى ښارته نېژدې ول. طالبانو د سه شنبى په ورځ ووېل چې دوى به ډېر ژر ټول ېرغمل خوشې کړي.

د جنوبى کورېا د جمهورى رېاست وېاند چېون هوسن وايي په دې جنجال باندى هغه وخت روغه جوړه وشوه چې د جنوبى کورېا حکومت په دې موافقه وکړه چې خپل دوه سوه عسکر به له افغانستان نه دکال په اخر کې وباسى او په دغه هېواد کې به دعېسوېت تبلېغ، تعلېم او په روغېتايى چاروکې مرستى بندې کړى.

ېو شمېر افغان سېاستمدارانو پر دغه معامله باندى اعتراض کړېدى او وايي چې دا کار به په اېنده کې د نورو برمته کونو سبب شى. سر تېرو طالبانو د جنوبى کورېا ٢٣ تنه هغه وخت برمته کړل چې هغوې په ېوه سر وېس موټر کې دافغانستان په جنوب کې د ېوې عېسوى موسسى دمرستو د ډلې په توگه سفرکاوه.

سرتېرو ددې مېاشتى په سر کې دوه برمته شوې ښځې خوشى کړې او تېره مېاشت ېې دوه نارېنه ېرغمل اعدام کړل.

دنورو مهمو پېښو په لړ کې د چارشنبى په ورځ ېوه ځان وژونکي د پکتېکا په ولاېت کې څلور ملکېان او دوه افغان عسکر له ځان سره ووژل.

XS
SM
MD
LG