د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې شپږ کسان په ېوې ځان وژونکې حملې کې ووژل شول


د افغانستان چارواکى واېې نن د پاکستان سر‏حد ته ورڅېرمه په ختېز ولاېت پکتېکا کې ېوه سړي چه بم ېې په ځان پوری تړلی ؤ، خپل بم د خلکو نه ډک ېوه بازار کې وچاوه، او شپږ کسان ېې ووژل.

په وژل شوو خلکو کې څلور ملکیان او دوه افغان عسکر شامل دي. ماموران واېې په همدغه پېښه کې د لسو نه زېات کسان زخمېان شول.

د سه شنبې په ورځ هم په ختېزو سېمو کې د ناتو دری عسکر په ېوه بله ځان وژونکې حمله کې ووژل شول.

له بلی خوانه، د امرېکا په مشرئ اېتلافی قواوې واېې چه د سه شنبې په ورځ په قندهار کې په ېوه جگړه کې چه د هواېې قواو نه هم پکې کار واخېستل شو، د سلو نه زېات طالبان ووژل شول او لا اقل د اېتلاف څلور تنه عسکر هم پکى زخمېان شول.

د اېتلاف ېوه بېانېه واېې چه د جگړې نه مخکی طالبانو په افغان او امرېکاېې قواو باندی ناڅاپی برېد کړی ؤ.

XS
SM
MD
LG