د لاس رسي وړ اتصالات

کرزى نړېواله ټولنه دېته هڅوى چې د مخدره خلاف جگړه نوره هم پېاوړې کړي


دافغانستان جمهوررئېس نړېواله ټولنه دېته هڅوى چې د مخدره خلاف جگړه نوره هم پېاوړې کړي.

ښاغلى کرزى په نړېواله ټولنه باندى دا پړه اچولې ده چې په دې کې ناکامه شوېده چې په هغو هلو ځلوکې همکارى وکړى چې دده په هېواد کې د اپېن د زېاتېدونکي تولېد مخه ونېسى.

دهغه تبصرې نن د چارشنبى په ورځ له هغه کلنى رپوټ نه وروسته وشوې چې ملگرو ملتونو دمخدره موادو او جناېاتو دفتر خپور کړېدى او په هغه کې داوېل شوېدى چې د نړى په سلو کې ٩٣ برخې اپېن په افغانستان کې تولېد کېږى.

ښاغلى کرزي ووېل چې داپېن تولېد په هغوسېموکې چې دده د حکومت تر کنترول لاندى دى کم دى خو په هغو سېموکې چې خارجى عسکر له ېاغې طالبانو سره جگړې کوى زېات دى.

هغه د افغانستان په محلى مشرانو غږ وکړ چې د اپېن دتولېد په ختمولو کې نور گامونه هم اوچت کړى. افغان جمهور رئېس د والېانو، امنېې د قوماندانانو او نړېوالو استاځو په کنفرانس کې خبرى کولى.

د ملگرو ملتونو رپوټ چې ددوشنبى په ورځ خپورشو وايي چې د اپېن د زېاتوالى ېو سبب دادى چې حکومت په جنوب کې د ېاغېانو دتشدد او مرگ ژوبله نسى ختمولى، دافغانستان عدلى نظام له ناکامى سره مخامخ دى او د حکومت مامورېن په ادارى فساد اخته دى.

XS
SM
MD
LG