د لاس رسي وړ اتصالات

"دپاکستان پخوانی صدراعظم نوازشریف  اعلان کړیدی چې دسیپټمبر په لسمه نیټه بیرته خپل هیواد ته ستنیږی "


پاکستان یوه ورځ وروسته له هغې چې په تعبیدکې پخوانی صدراعظم نواز شریف دسیپټمبر په لسمه نیټه هیواد ته دبیرته ستنیدو اعلان وکړ،دسیاسی زورازمائلو لپاره تیاری نیسی.

ښاغلئ شریف وائې، دی به دپرویز مشرف دهغو پلانونو مخالفت وکړی چې غواړی ددوهم ځل لپاره بیا ځان انتخاب کړی .

ښاغلې مشرف هغه څوک دی چې ښاغلې نواز شریف ئې له قدرت نه ایسته کړاو په تبعید کې ئې ژوند کولو ته مجبورکړ.

دامریکا غږخبریال ‏(‎بن یامن سن ‏)‎ پدی باره کې له اسلام ابادنه دا رپوټ رالیږلی دی .

پخوانی صدراعظم نوازشریف چې اته کاله پخوا په یوه نظامی کودتا کې له قدرته نه ایسته شوی و، وائې،هغه وطن ته بیرته ستنیږی چې دجمهوررئیس مشرف مخالفت وکړی .

ښاغلې نوازشریف پرون دپنجشنبی په ورځ په لندن کې خبریالانو ته دخبرو په ترڅ کې وویل، دی دهغې ویری پروا نه کوی چې کیدای شی جمهوررئیس پرویزمشرف ئې وطن ته درسیدو په وخت کې بندی کړی . ښاغلئ نوازشریف وائې :

"مشرف څوارلس میاشتی بندی کړی وم. هغه دزندان په توره کوټه کې اچولی اوم . هغه راته اوس یوځل بیا گواښونه کوی خو زه نه ویریږم."

ښاغلې نوازشریف غواړی چې ښاغلې مشرف دی دجمهوری ریاست دمقام او دپوځ دلوی درستیزله څوکې دواړونه استعفئ وکړی .

توقع ده چې جمهوررئیس مشرف دجمهوری ریاست دمقام دپنځه کلنی دوری لپاره بیا ځان انتخاب کړی او ددی نه څوهفتی دمخه دزورازمائلو دغه خبری پیل شوی .

عامه ملاتړ دپاکستانی مشرسره کم شویدی. رپوټونه وائې، په جنجال کې راگیر جمهوررئیس غواړی چې دبلۍ پخوانې صدراعظمی بینظر بهتوملاتړلاس ته راوړی .

میرمن بهتووائې، موافقه بشپړکیدوته نژدی شویده مگر ټینگار پدی ټکی کیږی چې مخکې لدی نه چې دا په انتخاباتو کې دهغه ملاتړوکړی جمهوررئیس ته پکارده چې دپوځی څوکې نه تیرشی .

وطن ته دښاغلې شریف بیرته دستنیدو رپوټ په میرمن بهتواو ښاغلې مشرف دواړو باندی فشارزیات کړیدی چې خپل مهم اختلافات حل کړی.

میرمن بهتو په تبعید کې ژوند کوی مگر تراوسه دپاکستان ترټولو لوی سیاسی گوند ریاست په غاړه لری .

څارونکی وائې، دهغې دملاتړ نه په غیرښائې چې جمهوررئیس هغه سیاسی قدرت ونلری چې په قدرت کې دهغه دپاتی کیدو لپاره ضرور دی .

میرمن بهتو له حکومت نه په بدل کې غواړی چې دهغې او دهغی دکورنی په خلاف داداری فساد تورنه او هغه قانونی بندیزونه چې دصدارت ددریمی نه ئې منع کوی،لیری کړی .

مگر په میرمن بهتو باندی دخپل پخوانی سیال سره دخبرو له کبله انتقاد کیږی چې وائې، دافرصت طلبه ده .

پدی اقدام سره دننه په هیواد کې دهغې موقف ته تاوان رسیدلی دی او دجمهوررئیس مشرف سره دسیاسی ائتلاف په خلاف دهغې ډیر متحدین خبری کوی .

په عینی وخت کې ښاغلې نوازشریف لا دمخه په دغه ائتلاف باندی انتقادکوی . هغه په دغو خبرو باندی کلک انتقادکوی او پدی خبره ټینگارکوی چې هغه به دپاکستان دجمهوررئیس سره معامله ونکړی .

کیدای شی چې ښاغلې شریف دجمهوررئیس ډیروتلی سیاسی متحدین ځان ته جلب کړی، په داسی حال کې چې هغه سیاسی گوند چې ښاغلی مشرف دښاغلې شریف دتبعیدنه وروسته جوړکړ او دهغه پخوانی طرفداران پکې شامل شویدی،دښاغلې مشرف ملاتړکوی.

ډیر څارونکی پدی عقیده دی چې دوی به دبلی میاشتی په انتخاباتو کې جمهوررئیس مشرف ته رایه ورنکړی او دمرکزی حکومت یووزیر لاپخوا دښاغلې مشرف په دوامداری واکمنی باندی داحتجاج په توگه استعفئ وکړه .

XS
SM
MD
LG