د لاس رسي وړ اتصالات

۴٠ تنه یاغیان په افغانستان کې وژل شویدی


په افغانستان کې دامریکا په مشری قواو، افغان پولیسانو او بین المللی عسکرو پرون دجمعی په ورځ دهیواد په جنوب کې په درو جالا پیښو کې لږترلږه ۴٠ تنه مشکوک یاغیان وژلی وو. نن دشنبی په ورځ پوځ یوه اعلامیه خپره کړیده چې وائې، دغې گډی قوی دهلمند په ولایت کې گزمه کوله چې یاغیانو ورباندی دټوپکو، هاوانواوراکټ لنچرو ډزی وکړی . اعلامیه وائې، ددغې حملی نه وروسته ډزی ونښتی چې شل تنه مشکوک یاغیان پکې ووژل شول . دائتلاف قواو داخبره هم وکړه چې په دغه جگړه کې ملکیان ندی وژل شوی. دائتلاف قواوی وائې، دپاکستان سرحدته په نژدی کلیو کې جگړه ونښته چې څه دپاسه شل تنه یاغیان پکې ووژل شول اویولس تنه نور زخمیان شول . دغزنی په ولایت کې دعملیاتو هدف هغه افراطیان ووچې خارجیانو ورسره مرسته کوله . امنیتی منابع وائې ، په دغو عملیاتوکې یوشمیر یاغیان ووژل شول او شپږتنه ونیول شول . افغان مامورانو پرون دجمعی په ورځ وویل، د توغندیو گولې دافغانستان په ختیځ ولایت کنړ کې چې هدف ئې دامریکا پوځی اډه وه، په یونژدی کلی کې ولگیدی چې لږترلږه لس ملکیان ئې ووژل . گمان کیږی چې دغه حمله یاغی طالبانو کړی ده او یوشمیر نور کسان ئې زخمیان کړیدی. څوساعته مخکې یو ځانمرگی یوموټر چې دچاودیدونکو موادونه ډک واو دکابل بین المللی هوائې میدان ته نژدی ئې وچاوه چې دوه افغان عسکر ئې ووژل او لس نور ئې زخمیان کړل . یاغې طالبانو ددغې ‏حملی مسؤلیت په غاړه اخیستی دی . په تیرو ‏(‎١٩ ‏)‎ میاشتو کې په افغانستان کې دیاغیانو حملی زیاتی شویدی او دیودپاسه دوزرم کال نه راپدی خواچې امریکائې عسکرو دطالبانو رژیم پکې راوپرزاوه، دا ترټولو خونړی میاشتی وی .

XS
SM
MD
LG