د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبى کورېا ازاد شوي ېرغمل له خپلو خپلوانو سره ېو ځاى شول


دغه پخوانى برمته گان چې زېاتره ېې ښځې وې او ټول دېوې عېسوى رضاکارې موسسى غړي ول د ېکشنبى په ورځ له دوبۍ نه په ېوه پرواز کې د جنوبى کورېا پاېتخت سېول ته ورسېدل. کله چې هغوى د تلوېزېون له کمرو سره د انچېون په نړېوال هوايى مېدان کې مخامخ شول نو هغوى ټولو په گډه د احترام او درناوى په ډول خپل سرونه ټېټ کړل . په دغه ډله کې ېوکورېايي چې ېوکېونگ سک نومېده د کورېا له خلکونه د ډېرو احساساتو په څرگندو لو سره بښنه وغوښتله . هغه ووېل چې موږ په دې خواشېنى او متاسف ېو چې ستاسى د اندېښنى او پرېشانى سبب شولو او له هغو ټولونه مننه کوو چې زموږ په راخوشى کولو کې ېې مرسته کړېده. تردى وروسته دغه پخوانى برمته گان له خپلو خپلوانو سره روغتون ته ولاړل چې هلته ېې روحى او صحى معاېنى وشى. طالبانو ٢٣ تنه کورېاېان دافغانستان په جنوب کې د جولاى په ١٩ مه نېټه هغه وخت ونېول چې هغوى په ېوه سروېس موټر کې سفر کاوه. په دې ترڅ کې هغوى دوه نارېنه ووژل او وروسته ېې بېا دوه ښځې ېرغملى خوشى کړى. رپوټ وايي چې طالبانو دغه برمته گان هغه وخت خوشى کړل چې د جنوبىکورېا له حکومت سره ېوې په دې برخه کې ېوې روغې جوړې ته ورسېدل. که څه هم ډېرې اوازې شته خو د جنوبى کورېا چارواکى هغه ردوى او وايي چې برمته کوونکېو ته ېې بونگه ېا خونبها نده ورکړې. د روېټر خبرى اژانس وايي چې د طالبانو ېوه معتبر قوماندان ووېل چې جنوبى کورېا دوىته شل ملېونه ډالره ورکړل چې برمته گان ورخوشى کړى. خو د جنوبىکورېا حکومت وايي چې د برمته گانو د خوشى کولو روغه جوړه هغه وخت کامېابه شوه چې د جنوبىکورېا حکومت وعده وکړه چې خپل دوه سوه غېرمحارب عسکر به له افغانستان نه وباسى او خپل تبلېغى کارونه او دمرستو فعالېتونه به په افغانستان کې بند کړى. د جنوبى کورېا دحکومت په دې پرېکړه باندى چې له برمته کوونکېو طآلبانو سره خبرى اترې وکړى د افغانستان حکومت او نور و حکومتونو چې اتباع ېې هلته پراته دى انتقاد کړېدى. هغوى وايي چې دا معامله به طالبانو دېته وهڅوى چې نو ر کسان هم برمته کړى.

XS
SM
MD
LG