د لاس رسي وړ اتصالات

د کوکنارو دکرلو خلاف مبارزه دې افغانانو ته پرېښودل شي


. د جمهورى رېاست مرستېال احمد ضېا مسعود نن د ېکشنبى په ورځ دبرتانېې په ېوه ورځپاڼه سنډې ټېلېگراف کې دېوې مرکې په ترڅ کې وېلى دى چې دنړېوالى ټولنى له خوانه دمخدره موادو خلاف مبارزه په بشپړ ډول له ناکامى سره مخامخ ده. هغه ووېل دملگرو ملتونو رپوټ وايي چې په تېر کال کې د کوکنارو د کرلو اندازه په سلوکې ٣۴ زېاته شوېده او دهېلمند په ولاېت کې چې دبرتانوېانو ته تر کنترول لاندى دى او س دافغانستان د اپېن سمه نېمه برخه تولېد کېږى. ښاغلى مسعود وايي طالبان له هغو ټولو کسانو نه چې د مخدره موادو په تجارت او قاچاق، او کرنه کې لتاړ دى مالېه اخلى. دى وايي ددې کار په نتېجه کې داسى حالت منځته راغلى دى چې له فتنى نه فساد پېدا کېږي او له فسا د نه فتنه. هغه بد امني چې په جنوب کې موجوده ده دهغى په سبب په دغه سېمه کې د مخدره موادو سره مبارزه له ستونزو سره مخامخوي خو دکوکنارو کرنه ، او قاچاق په خپله له بدامنۍ سره مرسته کوى. هغه په داسى حال کې چې دنړېوالى ټولنى له هلوځلو نه ېې مننه کوله اووېل ېې چې هغوى په ښه نېت هلې ځلى کوى خو پکارده چې افغانان ډېرې قوي او سختې لارې چارې غوره کاندى چې د اپېن دکرلو مخه ونېسى ا و په دې کې به له هوانه د دوا شېندلو عملېات هم شامل وى. په سنډې ټېلېگراف کې د مسعود دا مقاله په داسى وخت کې خپرېږى چې دافغانستان جمهوررئېس کرزى تردې مخکى داتورونه ولگول چې نړېواله ټولنه د اپېن دتولېد خلاف مبارزه کې دهمکارى په کولوکې ناکامه شوېده. ښاغلي کرزي وېلى وو چې د کوکنارو کرنه په هغو سېمو کې چې دده د حکومت تر ولکى لاندى دي ډېره کمه ده. خو په هغو سېموکې دکوکناروکرنه زېاته ده چې خارجى قواوې له ېاغي طالبانو سره په جگړه بوختې دي. دملگرو ملتونو دا رپوټ تېره اونى خپور شو او په هغه کې د کوکنارو دکرلو او زېاتوالى څو لاملونه ښودلي دى چې په هغو کې ېو عامل هم دادى چې د هېواد په جنوب کې د بغاوت اوتشدد چاره نده شوې، دافغانستان د عدلېې نظام له ناکامى سره مخامخ دى او د حکومت چارواکى په ادارى فساد کې ککړ دي

XS
SM
MD
LG