د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې  شپږ تنه افغان  امنېتى کسان  وژل شويدي


نېټه : سېپتمبر ٣مه ٢٠٠٧ مېلادى کال

همدارنگه د ېکشنبى په ورځ پر هغه کاروان باندې چې د زابل په ولاېت کې ېې دخارجى عسکرو ېوه مرکز ته د ضرورت وړ شېان وروړل برېد وشو او لږ تر لږه دولس موټر ېې خراب کړل. دامرېکا اردو رپوټ ورکړېدى چې عسکرو ېې د کندهار ښارته نېژدې د طالبانو په دوو مرکزونو باندى د شنبى په ورځ ناوخته چپاو ور وړ. رپوټ وايي چې دافغان او داېتلاف قواو د طالبانو ېو مرکز وران وېجا ړ کړ او پنځه وېشت تنه سر تېري ېې ووژل. پوځ ووېل چې دا چپاو وروسته له هغه نه واچول سو چې داستخباراتو رپوټونو دا څرگنده کړه چې ېاغېان کوشش کوى چې په دغه سېمه کې خپل واک او اختېار بېا ټنېگ کړى. بل رپوټ وايي چې لږ ترلږه لس ملکېان د جمعې په ورځ په کونړ کې هغه وخت ووژل شول چې دامرېکا په ېوه مرکز باندى د راکټونو ډزې وشوې خو مرکز ته نېژدې ېو کلى ېې ووېشت. نور تفصېل: داېساف ېو خبر لېک وايى چې ددوې عسکرو د پېچ په دره کې د ېاغېانو د هاوان توپونو ېو مرکز وروسته له هغه نه خراب کړېدى چې ېاغېانو داېساف په مرکز باندى د سېپتمبر په اوله نېټه ډزې کړې وې. دېاغېانو دهاوان د ډزو په نتېجه کې اوه تنه غېر محارب افغانان ، دوه ښځې او پنځه تنه زلمى افغانان زخمى شول. داېساف په طبى مرکز کې داوو افغانان د زخمونو علاج وشو.

XS
SM
MD
LG