د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا به  شمالى کورېا د ترورېستى هېوادونو  له لېست نه وباسى


د شمالی کوریا رسمی خبری اژانس وایی امریکا دا فیصله وروسته له هغه نه وکړه چی کله د دواړو ملکونو عالی رتبه مرکچیانو په ژنیو کی د شنبی او یکشنبی په ورځو خبری وکړی. دغه اژانس د شمالی کوریا د خارجه وزارت د یو نطاق له قوله ویلی چی امریکا په دی هم موافقه کړیده چی په شمالی کوریا باندى هغه سخت بندیزونه چې پخوا لگول شوى ول لری کړی . تراوسه امریکا د دی خبری تصدیق نه دی کړی . خو دا معلومه شوی چی په ژنیو کی د تروریزم په موضوع هم خبری شویدی د یکشنبی په ورځ د امریکا ستر مرکچی ویلی دی چی شمالی کوریا په موافقه کړیده چی خپل ټول اتومی پروگرامونه برالا کړی او د دی کال تر اخره یی له کاره وغورځوى. د شمالی کوریا استازی کیم کی کوان دا خبره تایید کړیده چی شمالی کوریا دی ته چمتو ده چی خپل ټول اتومی پروگرامونه نړئ ته څرگند کړى خو دا یی ونه ویل چی دا کار به کله کیږی .

XS
SM
MD
LG