د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان  ځان مرگي برېدونو کې ٢۴ تنه ووژل شو


لومړی چاودنه نن سهار اسلام اباد ته نژدې د راولپنډی په یوه حساسه سیمه کې په یوه پوځي بس کې چې ددفاع وزارت ماموران ېې پکى سپاره ول، د هغوی یوه مرکز ته نژدې وشوه او لږ تر لږه پنځه لس تنه ېې ووژل. د چاودنې سره سم د سپین رنگي پوځي بس چت والوت او ټولې شیشې یې ماتې شوې. دوهمه چاودنه هغه وخت وشوه چې امبولانس لا هم د لومړی پیښې ټپیان د پیښې د ځای څخه روغتون رسول. د راولپنډی امنیتي چارواکي وایي دوهمه چاودنه د لومړی چاودنې ځای ته نژدې په یو تجارتي مرکز کې په یو موټرسایکل کې وشوه او ډیر کسان یی ووژل. د چاودنو ټپیان د راولپنډی مرکزي روغتون ته رسول شوي دي. راولپنډۍ د پاکستان پاېتخت اسلام اباد ته نېژدى ده او ېو پوځى ښار گڼل کېږى ځکه چې د پاکستان د پوځ قشلې او نورومرکزونه پکى پراته دى. د عارف سلطان په نوم یو تن د چاودنې په وخت په بس کې سپور وو. هغه وایی چې د بس چت والوت. د نورو خلکو د بدن د غوښو ټوټی زما په سر او ځان ولگیدلې. سخت بد حال وو او د بس څخه وتل گران ول. په داسي حال کې چې د اسلام آباد سیاسي وضعیت خراب دى او اېنده ېې نامعلومه ده دغو چاودنو اوضاع نوره هم ترینگلی کړه خو تر اوسه پورې هیچا د دغو چاودنو مسئولیت په غاړه ندی اخیستی. د حکومتی چارواکېو په اند دا چاودنی د اسلامی جگړه مارانو کار دی. هغوى فکر کوى چې د اچاودنى د افغانستان پولی ته نژدی د پاکستان د اردو د عملیاتو په بدل کی شوېدى. د پاکستان د حکومت وزیر شیخ رشید احمد په روغتون کې د ټپیانو د لیدو نه وروسته وویل بی له شکه دا چاودنی د هیواد د بی ثباته کولو د پاره د یو ه ستر پلان برخی دی او دغه سروېس موټر ېې په خاصه توگه په نښه کړی وو او دا کار د هیواد د دښمنانو یوه دسیسه ده. په دوه زره او یو کی د امریکا د پلوی کولو نه وروسته په پاکستان کی ډیری چاودنی کیږی او حکومت یی تل پړه په طالب پلوه اسلام پالو ډلو او القاعده باندې ور اچوی. په دی لړ کی د راولپنډی ښار هم د سختو گواښونو سره مخامخ دی او په دوو زورورو چاودنو سربیره په کال ٢٠٠٣ کی په جمهور ئیس جنرال مشرف باندې هم په همدی ښار کی دری ځلی ځانمرگی بریدونه شوی وو. رپوټ وايي په هغو برېدونو کې ١٦ تنه وژل شوی وو.

XS
SM
MD
LG