د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا اردو وایی: د افغانستان په جنوب کی ېې  څه د پاسه ۴٠ طالبان وژلي دي


نن د اردو په یوه بیانیه کی ویل شوي دي چی د یاغیانو یوې ډلي د چهارشنبې په ورځ د کندهار د ولایت د شاه ولي کوټ په ولسوالي کی په ائتلافي عسکرو باندی چی گزمه یې کوله په سپکو وسلو او لاسي بمونو سره پټه حمله وکړه .

خبر لېک وایی چی ائتلافی قواو یې په جواب کی د هغوی په اصلي ځایونو باندی هواي حملې وکړې . دامرېکا اردو وایی په همدې ولسوالي کی د آگسټ د میاشتي د ٢٧ مي نېټې نه را پدې خوا تقریبا ٢٠٠ یاغي طالبان وژل شوي دي .

له بلي خوا برتانیې ویلي دي چی دوه عسکریې چی د هلمند په ولایت کی یې د ناتو په قواو کی خدمت کاوه د چهارشنبې په ورځ د بم په چاودنه کی چی موټر یې پر برابر سو ، وژل شوي دي . همدارنگه د هلمند په ولایت کی دوه پولیسان هم د بم په چاودنه کی مړه شوی دي .

XS
SM
MD
LG