د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان محکمې د هغه ملک د پخواني صدراعظم د ورور د بندي کیدو حکم ورکړی دی


د پاکستان یوې محکمې د هغه ملک د پخواني صدراعظم نواز شریف د ورور شهباز شریف د بندي کیدو حکم په داسی حال کی ورکړ چی دوی دواړه غواړی پاکستان ته بیرته ستانه شی . د تروریزم ضد یوې محکمې نن د لاهور په ښار کی د شهباز شریف د نیولو حکم ورکړ . په هغه باندی دا تور لگیدلی و چی کله چی هغه په ١٩٩٨ کال کی د پنجاب اعلی وزیر و ، د پنځو تنو د وژلو امر یې ورکړی و . تیره میاشت د پاکستان یوې محکمې پخواني صدراعظم نواز شریف ته لاره خلاصه کړه چی بیرته پاکستان ته ورتلای سی . هغه غواړی په راتلونکو پارلمانی انتخاباتو کی د جمهوررئیس پرویز مشرف په مقابل کی ودریږی . ښاغلی شریف په١٩٩٩ کال کی د جنرال مشرف له خوا په یوه سپینه کودتا کی را وپرځول سو او د اداری فساد او رشوتخوریو او ملی خیانت په تور د عمري قید سزا پر راوختله خو د حکومت سره د یوې موافقې په اساس هغه په ٢٠٠٠ کال کی دا غوره وبلله چی په سعودی عربستان کی په تبعید کی ژوند وکړی .

XS
SM
MD
LG