د لاس رسي وړ اتصالات

دملگروملتونو عمومی منشی په لیبیا کې ددارفور دکنفرانس په باب خبری کوې


دملگروملتونو عمومی منشی بان کیمون لیبیاته رسیدلی دی . دی غواړی چې دلیبیا دمشر معمر قذافی سره ددارفور دسولې دکنفرانس په باره کې چې داکټوبر په ٢٧ نیټه جوړیږی خبری وکړی. ښاغلې بان نن دشنبی په ورځ لیبیاته رسیدلی دی . دملگرو ملتونو مشر دروانی هفتی په سرکې اعلان کړه چې دی به دداسی یوکنفرانس کوربه شی چې هدف ئې دسوډان په لویدیځه سیمه دارفورکې دجنجال ختمول دی . ښاغلې بان په چادکې دلنډوخت لپاره تم شو اوله هغی نه وروسته لیبیا ته ولاړ . دچاد جمهوررئیس ادریس دیبی پیشنهاد وکړچې په لیبیاکې دبلی میاشتی دخبرونه دمخه دی ددارفور یاغی ډلی په چاد کې مقدماتی غونډه وکړ. دیاغی ډلو ترمنځ بی اتفاقی ددارفور دسولی په خبرو کې لوی خنډ دی. ښاغلې دیبی پرون دجمعی په ورځ په جمیناکې وویل، دیاغیانو دچال چلند تجربه لری او شخصآ ئې پیژانی .

XS
SM
MD
LG