د لاس رسي وړ اتصالات

نواز شریف پاکستان ته تلو لپاره مبارزې ته دوام ورکړی


د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف اسلام آباد ته له رسیدو سره سم بیرته د هیواد څخه د باندي د ایستولو د پاکستان دننه او په نړیواله سطحه غبرگونونو راپارولی دی. خو نواز شریف واي چي هغه به پاکستان ته تلو لپاره خپلي مبارزې ته دوام ورکړي.

د هغه وکیلانو سترې محکمی ته رجوع کړي او د حکومت لخوا یی د نواز شریف د بیرته لیږلو پریکړه چیلینج کړي. د هغه وکیلان وایی هغوی د ستری محکمی څخه غوښتی چی د حکومت پرخلاف د ستری محکمی د پریکړی د درناوی نه کولو دوسیه پرانیزی.

ستری محکمی څه موده وړاندی نواز شریف ته بیرته خپل هیواد ته د راستنیدو اجازه ورکړی وه خو د جنرال مشرف حکومت هغه لومړی د اداری فساد په تور ونیو او سمدستی یی بیرته غربستان ته ولیږلو.

نواز شریف د کال اوو کاله پس هیواد ته راستون شوی وو او غوښتل یی په راتلونکو انتخاباتو کې د جنرال مشرف د پلوی سیاستمدارانو مقابله وکړی.

د بشری حقوقو نړیوالی څارډلی په خپل فوری غبرگون کې د پاکستان او عربستان حکومتونه د نړیوالو اصولو په نه مراعاتولو تورن کړل او د هغوی کار یی د پاکستان د اساسی قانون او د ستری محکمی د وروستیو پریکړو پرخلاف وباله.

په همدی ډول په برسلز کې د اروپایی اتحاد ویاندی کرسټاین هیومن هم په کلکه سره د ستری محکمی د پریکړو د درناوی ټینگار وکړ.

”مونږ هم د ستری محکمې د اگست د درویشتمی هغی پریکړی ته متوجه یو چی نوازشریف ته یی پاکستان ته د تگ اجازه ورکړی ده. او زمونږ په فکر د ستری محکمی پریکړه ډیره واضحه ده او باید درناوی یی وشی. که چیری نوازشریف کوم ډول قانونی دوسیی لری، هغه باید د دی چانس ولری چی په محکمه د خپل ځان نه دفاع وکړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په خپل غبرگون کی وویل چی د نوازشریف تبعیدول د ستری محکمی د پریکړی برعکس کار دی.

نوازشریف پرون د اسلام آباد په هوایی ډگر کی په ولاړه الوتکه کې د حکومتی چاوراکو سره د نوی دقیقو د لانجی نه وروسته کوزیدو ته پریښودل شو. سمدستی پس د اداری فساد د جرم په تور ونیول شو او په پټ ډول په یوه بله الوتکه کې عربستان ته ولیږل شو.

اوس نوازشریف په جدې کې خپل کورته رسیدلی دی. پاکستان ته د نوازشریف راستنیدل د جمهورئیس جنرال مشرف د پاره لوی درد سر کیدلی شو.

د ستری محکمی د قاضی القضات د لری کولو د ناکامی هڅی نه وروسته د دریو میاشتو دوامداره حکومت ضد مظاهرو او په هیواد د طالب پلوه جگړه مارانو قوی کیدلو د جنرال مشرف موقف ډیر کمزوری کړی دی.

XS
SM
MD
LG