د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا په هوايي بمبارۍ کې لس دولس تنه طالبان وژل شوېدي


د امرېکا پوځ په افغانستان کې وايي د زابل په ولاېت کې د اېتلاف د قواو په ېوه برېد کې تقرېبا لس دولس تنه طالبان وژل شوېدى.

پوځ وايي په دغه سېمه کې د سه شنبى په ورځ ناوخته هوايي حملى هغه وخت وسوې چې د افغان عسکرو ېوې گزمې د طالبانو ېوه غټه ډله ولېدله چې پردوى باندى نا څاپى حملى ته ځان برابروي.

چارواکى وايي په ختېځ کې د پکتېا په ولاېت لږ تر لږه درى کسان په دوو جلا چاودنو کې مړه شول.

چارواکي وايي چې دوه پولېسان نن د چارشنبى په ورځ هغه وخت مړه شول چې دهغوى په موټر باندى ېو بم وچاودېده.

د سه شنبى په ورځ د سړک ېو کارگر هم د زرمت په ولسوالى کې د ېوه بم په چاودنه کې ووژل شو. په هېلمند کې ېوه ځان وژونکي د ناټو د موادو د تهېه کولو پرېوه کاروان باندى په برېد کې دوه کسان ووژل او اوه تنه نورېې زخمى کړل.

د افغانستان په جنوب او ختېځ کې د جگړه مارانو برېدونه په تېرو ١٩ مېاشتو کې زېات شوېدى.

له هغه وخت راهېسى چې دامرېکا په مشري تهاجمى حمله کې طالبان له قدرت نه وغورځول شول دا موده تر ټولو ډېره خونړۍ مرحله گڼل کېږى.

طالبان په ٢٠٠١ مېلادى کال کې له قدرت نه وغورځول سول.

XS
SM
MD
LG