د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کی د رمضان المبارک د هر کلی دپاره په پوره دینی جوش او جذبی سره ترتیبات نیول شویدی


په داسی حال کی چی په درسته نړئ کی د روژی مبارکه میاشت شروع کیږی، دلته په امریکا کی د رمضان المبارک د هرکلی دپاره په پوره دینی جوش او جذبی سره ترتیبات نیول شوی او اهتمام شویدی.

په امریکا کی د روژی د میاشتی د راتگ او په دی میاشت کی د امریکایی مسلمانانو د مصروفیاتو په باب د امریکا غږ خبریال محمد الشناوی وایی چی د یو اټکل له مخی په امریکا کی د شپږو او اتو میلونو ترمنځ مسلمانان ژوند کوی. چی په دوی کی زیاتره یی د د بهر نه راغلی مسلمانان دی.

خو دی نه علاوه هغه امریکایی اصله خلک هم شامل دی چی په اسلام مشرف شویدی. امریکایی مسلمانان که د هری منطقی رنگ او نسل سره تړاو ولری. خو د روژی د میاشتی په راتگ سره ټول په یوی جوش او ولولی سره د زوژی نیولو افطار او نورو عباداتو اهتمام کوی.

مسلمانان په هغه مغازو کی د روژه ماتی او پشمنی دپاره غوښی او نوری سودا گانی اخلی چی حلال شیان خرڅوی. بیا ماښام د خپلو کورنیو سره یوځایی کینی، دوستانو سره ملگری کیږی او روژه ماتوی.

په دی میاشتی کی په دوکانونو کی د خرماو او نورو خوږو خوړو دپاره خاص اهتمام شوی وی.

د کشمیر نه امریکا ته راغلی شالا هارون وایی: "دی ته د روژی په میاشت کی خپل وطن ډیر یادیږی، او د خپل لویی کور پراخه دسترخوان ورته سترگو سترگو ته کیږی. په وطن کی د روژی د میاشتی خپل خوند او لطف وی. هلته مو ستره کورنئ درلوده. په روژی ماتی کی به داسی و لکه د اختر ورځ چی وی. هر خوا نه به خپل خپلوان راغونډ شول. او د ماشومانو په شور ما شور و. خندا گانی او خبری به وی. خو دلته یو زه او یو می ملگری او بس."

په امریکا کی په زرهاو اسلامی مرکزونه او جوماتونه قایم دی. چرته چی په روژه کی مسلمانان د منځونو او عبادتونو دپاره راغونډیږی او د قران پاک تلاوت هم کوی. د امریکا د میشیگن ایالت د اسلامی مرکز مشر حسن قاضوینی وایی چی د دوی په مرکز کی د روژی د میاشتی دپاره خاص ترتیبات نیول کیږی.

هغه وایی دلته هره شپه د روژه ماتی نه پس اسلامی درسونه ورکول کیږی، د قران پاک ترجمی کیږی. او نوری دینی غونډی جوړیږی، هغه وایی چی هر ورځ قریب زره تنه مسلمانان دی مرکز ته په روژه کی مانځه دپاره راځی.

هغه وایی دلته امریکا کی زیږیدلو مسلمانانو د پاره جلا پروگرامونه نیو کیږی هغه زیاتوی چی هغه مسلمانان چی یوازی په انگلیسی پوهیږی هغو دپاره جلا ویناوی کیږی، او مونږ دا گڼو چی دوی به دا پیغام په انگلیسی ژبه نورو غیر مسلمو ته ورسوی.

دا امریکایی مسلمان ځوانان د اسلام د راتلونکی وخت رهبران دی نو د دوی روزنه اینده کی ډیری گټی لری. یو شمیر امریکایی مسلمانان د روژی د میاشتی د فرصت نه گټه پورته کوی. او نورو امریکایانو ته د اسلام د اصولو او د مسلمانانو د خاصو ورځو په باب معلومات ورکوی.

په واشنگټن ډی سی کی د امریکا او د اسلام د اړیکو د مرکز غړئ داود ولید وایی " زمونږ مرکز د روژی په میاشت کی غیر مسلمو ته خپل پیغام رسوی او ورته وایی چی اسلام اصل کی څنگه مذهب دی. او د روژی څه گټی او فضیلتونه دی. او دی دپاره مونږ خاصی مباحثی او مزاکری هم جوړوو.

د اسلام په باب غیر مسلمو ته د معلوماتو دپاره په ځینو امریکایی ښارونو کی مسلمانان خلکو دپاره د جوماتونو دروازی پرانیزی، او دا پیغام د تلویزون او نورو خبری منابعو د لاری ورکوی چی مسلمانان هم د امریکا د ټولنی یو لازمه او مهمه برخه تشکیلوی او دوی د امریکا د ژوند ټولو قوانینو او قایدو ته احترام لری او اسلام او مسلمانان د هر چا دپاره د سولی او مینی پیغام لری.

د کال نولسوه نوی د لسیزی نه را په دیخوا هر کال د امریکا جمهور ریس د روژی په راتگ د نړئ مسلمانانو ته د مبارکئ پیغام ورکوی. بیا د روژی د میاشتی په جریان د امریکا جمهور ریس د اسلامی ملکونو سفیران د روژه ماتی دپاره سپینی ماڼئ ته هم را دعوتوی.

XS
SM
MD
LG