د لاس رسي وړ اتصالات

په ټول افغانستان کې، په تشدد کې 70 کسان ووژل شول


د ټو ل افغانستان په جگړو کې 70 کسان ووژل شول. په دې جمله کې هغه ۴٥ ېاغېان هم شامل دى چې دامرېکا په مشرۍ قواو دهېواد په جنوب کې ووژل شول.

دغه ائتلاف ویلي دي چی پر عسکرو یې پرون د چارشنبى په ورځ د او رزگان په ولایت کی د یاغي طالبانو

له خوا هغه وخت حمله وسوه چې له افغان قواو سره ېې په گډه گزمه کوله.

تر حملې وروسته ېې عسکرو د هوایی قوې ملاتړ وغوښت. له دینه یوه ورځ مخکی د زابل په ولایت کی هم دې ته ورته په یوه حمله کی له ناټو سره په جگړه کې د چارشنبى په ورځ ناوخته ١١ طالبان وژل شوي وو.

همدارنگه دولس جگړه ماران وروسته له هغه نه مړه شول چې ېاغېانو د افغان او ناټو قواو په گډه گزمه باندې په کندهار کې حمله وکړه.

په ېوه بله جلا حمله کې افغان چارواکېو ووېل چې پولېسو په هېلمند کې ېو سړى په دې گومان وېشتلى او وژلى دى چې ځان وژونکى به وى.

یو بل خبر وایی چی د بدخشان په ولایت کی په یوه بنگله دیشي باندی چی د مرستو رسولو چاري یې تر سره کولې د ناپیژندل شوو وسله والو کسانو له خوا ډزي وشوې او ووژل شو.

د اېتلاف او افغان قواوې له ٢٠٠١ مېلادى کال راهېسى له طالبانو سره په جگړه بوختې دى. په همدغه کال باندى دامرېکا په مشرتابه نظامى تهاجم دغه سخت درېځه ډله له افغانستان نه وتلو ته مجبور کړل.

د ماېن پاکولو د د ېارلس ېرغملو له جملى نه پاتې درې تنه هم خوشى شول افغان چارواکي وایی چی وسله والو کسانو د ماین پاکولو هغه پاتې درې تنه هم خوشي کړي دي چی تیره هفته یې تښتولي وو.

مامورینو ویلي دي چی دغه نیول شوي کسان نن د پکتیا په ولایت کی د سړو تښتونکو او قبایلي مشرانو تر منځ د خبرو نه وروسته خوشي شول.

د ماین پاکولو د هغي مؤسسې رئیس ‏(‎ کفایت اله ابلاغ ‏)‎ چی دغه ماین پاکونکی یې استخدام کړي دي وویل چی د هغوی د خلاصیدو په بدل کی هیڅ هم نه دی ورکړه شوی.

هغه دا هم وویل چی د نورو لسو تنو په بدل کی چی ددوشنبې په ورځ خوشي شول هم پیسې نه دي ورکړه شوي.

دغه خلک تیره هفته کله چی یې په پکتیاکی سفر کاوه ونیول شول . دا معلوم نه شول چی دغه خلک چا تښتولي وو.

XS
SM
MD
LG