د لاس رسي وړ اتصالات

عراق د ېوې امرېکايي امنېتى کمپنۍ د کار جواز فسخ کړېدى


دعراق دکورنېو چارو وزارت د امرېکا د ېوې امنېتى کمپنى جواز فسخ کړېدى. ددغې کمپنى نه دهغو ډزو په باب تحقېقات کېږي چې په بغدا دکې شوې وې او اته تنه عراقي ملکېان پکى وژل شوي ول.

دعراق د کورنېو چارو د وزارت ېو وېاند ووېل د امرېکا د بلک واټر په نامه امنېتى کمپنى د عراق په ېوه ښار کې هم امنېتى مامورېت سرته نشى رسولى.

د امرېکا اوعراق چارواکى دېکشنبى دورځى دهغو ډزو په باب تحقېقات کوى چې دامرېکا پر ېوه دېپلوماتېک کاروان باندى د بغداد په ختېځه برخه کې وشوې.

ددغه کاروان ساتنه ېو شمېر امنېتى قراردادېانوکوله اوپه دغو ډزو کې ملکېان وژل شوى ول. دعراق چارواکى وايي چې قراردادېانو په تصادفى او اټکلي ډول هرې خواته ډزې کولې.

دعراق لومړي وزېر نوري المالکى دغه ډزې محکومې کړې اوېو جرم ېې بللى دى.

په ېو بل خبر کې، په عراق کې دامرېکا پوځ وايي چې داېتلاف قوو اوه تنه په دې گومان وژلى دى چې ترهگران به وى. ٣١ کسان ېې په دې گومان نېولى دى چې په عراق کې به دالقاعده له شبکې سره تړاو لرى.

دېکشنبى په ورځ دامرېکا پوځ ووېل چې دوى د شنبى په ورځ هغه سړى نېولى دى چې دالقاعده گومان پرې کېږى او دهغه په باب دا عقېده ده چې د الانبار په ولاېت کې د ېوه مهم سنى عرب شېخ په وژلو کې لاس لرى.

شېخ عبدالستار ابورېشا دامرېکا انډېوال و او دسنى عربانو قباېل ېې په عراق کې ددې لپاره تنظېم کړى ول چې په عراق کې له القاعده سره جگړه وکړى.

XS
SM
MD
LG