د لاس رسي وړ اتصالات

عراق د ټولو امنېتى کمپنېو دکار د څرنگوالى کتنه او پلټنه کوى


عراق وايي دهغو ټولو امنېتى کمپنېو په امنېتى عملېاتو به غور وکړى چې په عراق کې کار کوى. دا خبرې وروسته له هغه نه کېږى چې په عراق کې د تېرې ېکشنبى په ورځ په بغداد کې د امرېکا امنېتى قراردادېان په سختو ډزو کې لتاړ ول.

د عراق د حکومت نطاق على دباغ نن د سه شنبى په ورځ ووېل چې کابېنى پرېکړه کړېده چې دعراق له قانون سره سم د ټولو محلى او خارجى امنېتى کمپنېو په عملېاتو باندى غور وکړى.

هغه ووېل دعراق کابېنه د کورنېو چارو دوزارت د فېصلى ملاتړ کوى چې بلک واټر په نامه امنېتى کمپنى د کار جواز ېې فسخ کړ.

ددغې کمپنى امنېتى مامورانوپه هغو ډزو کې لاس درلود چې اته اتنه ملکېان پکى د ېکشنبى په ورځ ووژل شول.

ددوشنبى په ورځ دامرېکا د بهرنېو چارو وزېرې کانډو لېزا راېس د عراق لومړي وزېر نوري المالکى ته ټېلېفون وکړ چې په دې پېښه کې د ملکېانو په مړېنه باندى خپله خواشېنى څرگنده کړى او وعده ېې وکړه چې ددغې پېښى بشپړ تحقېقات به وکړى.

په دغه پېښه کې د امرېکا پر ېو دېپلوماتېک کاروان باندى چې شخصى محافظانو ېې ساتنه کوله حمله شوې وه. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شان مک کارمک وویل په کار ده چی تر تحقیقاتو وړاندی پریکړه ونکړو.

” زه نه شم کولی چې سمدستى د کوم مسولیت پړه په کوم خاص طرف واچوم. او فکر کوم د ټولو اړخونو لپاره پاره دا لازمه ده چی پریږدی تحقیقات وشی، حقایق روښانه شی او بیا مونږ ټول یوه پریکړه وکړو.

خو زمونږ خلک چی هرچرته دی، تل غواړی په قانونی چوکاټ کې کار وکړی او د بی گناه خلکو ژوند وژغوری.

بلیک واټر، د هغو دریو شرکتونو په جمله کې دې چی د بهرنیو چارو وزارت یی د خپلو دپلوماتانو د امنیت د پاره استخداموی.

نور دوه شرکتونه ډاین کور او ترپل کیناپی نومیږی او مرکزی دفترونه یی په واشنگټن کې دی. داسی اټکل کیږی چی دامریکا په کانگرس کې هم ډیر ژر د امریکایی دپلوماتانو د امنیت د پاره په شخصی امنیتی شرکتونو د اتکا په موضوع بحث وشی.

XS
SM
MD
LG