د لاس رسي وړ اتصالات

احمدی نژاد وائې اقتصادی بندیزونه به د ایران مخه و نه نیسی


د ایران جمهور رئیس احمدی نژاد وائې، اقتصادی بندیزونه به پدی کې کامیاب نشی چې ددغه هیواد داتمی پروگرامونو مخه ونیسی.

جمهور رئیس محمود احمدی نژاد نن دشنبی په ورځ دعراق سره دجنگ چې د١٩٨٠ نه تر١٩٨٨ م کال پوری روان و، د کلیزی د لمانځلو په مناسبت وویل هغه څوک چې دروانی جنگ او د اقتصادی بندیزونو په باره کې فکر کوی چې ایران به له پرمختگ نه منع کړی،هغوی اشتباه کوی.

د ایران مشریوه ورځ وروسته له هغې دا تبصره وکړه چې امریکا د لوړی سطحی یوه ډ یپلوماتیکه غونډه جوړه کړی وه چې د ایران په خلاف دنوو اقتصادی احتمالی بندیزونه په لگولوباندی پکې خبری وکړی.

د بهرینو چارو د وزارت نطاق ټام کیسی وویل، د امریکا، بریتانی،فرانسی، روسېې، چین او المان استازو دملگرو ملتونوپه پریکړی او همدغه راز دایران سره په دوامدارو خبرو وغږیدل.

XS
SM
MD
LG