د اسرائیلو کابینی منلی ده چې د فلسطین جمهور رئیس محمود عباس ته دروغ نیتی دښو دلو له کبله نور فلسطینی بندیان خوشی کوی.
د حکومت یو نطاق نن د یکشنبی په ورځ وویل، د صدراعظم یهود اولمرټ کابینی ومنله چې د یولس زرو فلسطینی بندیانونه چې اوس داسرائیلوپه زندانونو کې دی، نوی تنه بندیان خوشی کوی.
یو اسرائیلی ماموروویل، دغه بندیان د ښاغلې عباس د فتح دگوند غړی دی چې د اردن دسیند لویدیځه غاړه ئې په لاس کې ده.
د وزیرانو کمیسیون دبندیانو لست باید د خپریدونه ۴٨ ساعته مخکې تصویب کړی چې کیدای شی اسرائیلیان د خاصو بندیانو دخوشی کیدو په خلاف دعوه وکړی.
د اسرائیلو کابینی دغه پریکړه په داسی وخت کې وکړه چې سبا د دوشنبی په ورځ په امریکا کې دښاغلې بوش او ښاغلې عباس ترمنځ غونډه کیږی.