د لاس رسي وړ اتصالات

ايران له شمالي كردستان سره خپل سرحد تړلىدى


د کردستان چارواکى وايي اېران د عراق د شمالى کردستان له سېمىسره خپل سرحد په دې باندى تړلى دى چې ېو اېرانى دامرېکا عسکرو نېولى دى.

د سرحد بندېدل وروسته له هغه نه عملى شول چې محمودى فرهادى داېران ېوملکى چارواکى د سلېمانېه په هوټل کې د پنجشنبى په ورځ ونېول شو.

د امرېکا پوځ وايي چې فرهادي د اېران د سپاه پاسداران انقلاب، د قدس د قوې غړى دى. رپوټ وايى دا قوه داېران دپټوعملېاتو ېوه څانگه ده.

په دغه قوه باندى دا تو لگېدلى دى چې دعراق د حکومت او اېتلاف د قواو خلاف په وژونکېو حملو کې مرسته کوى.

د عراق او اېران چارواکى وايي چې دغه سړى رسمى وظېفه درلوده او داېران اوعراق چارواکى پرې خبرد ي.

د امرېکا نظامى چارواکى وايي چې فرهادى عراق ته د چاودونکېو موادو په لېږلو کې لتاړ دى. د امرېکا پوځ وايي چې داستخباراتو رپوټونه وايي چې دا سړى په عراق کې د خارجى ترهگرانو په روزنه او دهغوى په راوستلوکې هم لاس لري.

اېران په عراق کې له ېاغېانو سره د مرستى کول رد کړېدى.

XS
SM
MD
LG