د لاس رسي وړ اتصالات

محمود احمدى نژاد نن د ملگرو ملتونو په عمومى غونډه کې وېنا کوي


ټاکل شوېده چې د اېران جمهور رئېس محمود احمدي نژاد نن د سه شنبى په ورځ د ملگرو ملتونو په عمومى غونډه کې وېنا وکړى.

تردې ېوه ورځ مخکې هغه د کولمبېا پوهنتون ته تللى و. دهغه دغه ملاقات د اعتراضونو او سپورو خبرو سبب سو.

ښاغلى احمدى نژاد به دنړۍ دنورو جمهورو رېئسانو سره چې په هغو کې به د امرېکا جمهوررئېس جورج بش هم وي د نېوېارک په اېالت کې دملگرو ملتونو په مرکزى دفتر کې په عمومى غونډه کې ېو ځاى شى.

د دوشنبى په ورځ د نېوېارک د کولمبېا د پوهنتون رئېس ښاغلي احمدي نژاد ته ووېل چې دى د ېوظالم او تنگ نظره ټولواک د خوى او عادت څرگندونه کوى.

د پوهنتون رئیس لی بولنگر د ښاغلې احمدی نژاد نه وغوښتل چې دایران داټومى پروگرام او همدغه راز دروشنفکرانو، هغوکسانو چې دهم جنسو سره اړیکی لری او په ایران کې په نورو کسانو باندی دظلم او ځپلو په باره کې پوښتنو ته ځوابونه ووائې.

د ایران مشروویل، په ایران کې هم جنسان او لوطېان نشته دي. د هغه پدی تبصره باندی اوریدونکېووخندل.

د ښاغلى احمدى نژاد وېنا د کولمبېا په پوهنتون کې د بشرى حقوقو د پلوېانو مطبوعاتېانو او سېاستمدارانو په منځ کې داعتراضونو او مظآهر و سبب سوه.

ښاغلې احمدی نژاد وویل، بولنگر دده او داوریدونکو سپکاوی وکړ. دایران جمهوررئیس خپله لیکل شوی وینا د مذهبی او فلسفی مفکوری په برخه کې د حقاېقو پېدا کولو او څېړلو ته وقف کړی وه.

د اېران مشر لى بولنگر ته ووېل چې دى به پوښتنو ته ځواب ووايي خو څوڅو ځلې ېې د ځواب وېلو پر ځاې خپلې پوښتنى وکړې.

هغه دې پوښتنى ته هم مستقېما ځواب ورنکړ چې اېا دى د اسراېېلو تباهى غواړى او که نه. هغه ووېل دده د حل لاره داده چې په جنجالى سمېو کې د ې له خلکو نه پوښتنه وشىاو دهغوى راېې دې واخېستل شى.

ېو شمېر کره کتونکي وايي چې دکولمبېا پوهنتونو ته باېد داېران مشر ته د خبرو لپاره شراېط نه وى برابر کړى.

خو بولنگر ووېل چې دا دامرېکا د خبرو دازادۍ له دود سره برابر کار دى. هغه داهم ووېل دا چې احمدى نژاد دېهودانو له قتل عام نه چې په دوېمه نړېواله جگړه کې پېښ شوې و انکار وکړ دى پخپله د خندا وړ ښکاره سو.

هغه داسى معلومېده چې ېاخو په ډېر ه بې پروايۍ پارول کوى. او ېا په ارېانوونکې توگه بې تعلېمه دى.

د امرېکا حکومت ادعا کوى چې اېران په عراق کې د شېعه ېاغېانو ملاتړ کوى او دا کوشش هم کوى چې اټومى وسلې جوړې کړى. خو اېران دغه دواړه تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG